لغمان: طالبانو د دوه ولسونو ۱۷کلنه شخړه ختمه کړله

طالبانو لغمان کې د ۲ قومونو تر منځ ۱۷ کلنه لانجه حل او په سولې بدله کړه.

د راسیدلو خبرونو له مخې د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند کرنج سیمه کې د طالبانو د «اسلامي امارت د ملکي او حقوقي چارو کمیسیون مسئولینو» د ۲ قومونو ترمنځ د ژوري لانجې د حل په منظور د سیمي د علماء کرامو، سپین ږیرو او مخورو په مرسته هلې ځلې پیل کړې وې.

د دواړو قومونو ترمنځ شخړه نژدې ۱۷ کاله وړاندي راټوکیدلي وه او وخت په وخت یې په خپلومنځونو کې خونړۍ نښتي کړي وي، چې له امله یې د دواړو لوریو ګڼ شمیر کسان وژل شوي، ټپیان شوي او یاهم فرار ته مجبور شوي وو.

خبر زیاتوي په لغمان ولایت کې د طالبانو کمیسیون دواړه لوري سره یوځای کړل او پرون غرمه شاوخوا ۱۱ بجې یې د علیشنګ ولسوالۍ ډاګیان سیمه کې د یوې غونډي په ترڅ کې د ګڼ شمیر علماء کرامو او مخورو په شتون کې د د واړو قومونو ترمنځ د صلحې او خوشحالۍ پریکړه وکړه.

د خبر له مخېو دواړو لوریو د طالبانو دغه فیصله په ورین تندي ومنله او جانبینو د طالبانو(اسلامي امارت) دغه اقدام وستایه او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به د ورڼو قومونو په حیث یو د بل ترڅنګ د سولي او خوشحالۍ ژوند مخته وړي او یادي بدبختۍ ته به دتل له پاره د پای ټکی ږدي.

د دغي ژورې لانجې غوڅولو لغمانی ولس له طالبانو ډیر خوشحاله کړ او د هرکس په تمدي د رضایت نښې مالومیدلې.

په معمولي خبر پیل شوې لانجې هرکال د افغانستان قومونه سره نښلوي او د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ تلپاتې بدبیني زیږوي چې اغیز یې تر پیړیو پاتې کیږي.

که په دې ډول ولسونه سره پخلا کړل شي نو دا به د هیواد سولې ته هم لاره هواره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button