خاقان: نور به پاکستان په امریکا هیڅ تکیه نه کوي

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وویل هیواد یې نور په امریکا باندې تکیه نلري .
هغه پرون په دې خبرې ټینګار سره چې پاکستان نن سبا یو خپلواکه هیواد دی وویل امریکا باید په واشنګټن باندې زمونږ د تیر وخت تکیه کول هیره کړي .
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه د امریکا لخوا پاکستان ته ګواښ کول او ورباندې بایکاټ لګول په اصل کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې بې پامۍ او سستي ده .
د اګست میاشتې په یویشتمه(۲۱) نیټه د افغانستان او دجنوبی اسیا په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي ستراتیژۍ له اعلان وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې سړې شوي دي .
دامریکا ولسمشر ددغه ستراتیژۍ د اعلانولو په وخت پاکستان د ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی بللی وو او ویلی یې وو پاکستان دترهګرو ډلو په پناه ځاې بدل شوی او په افغانستان کښې دنا امنۍ عامل دی .
دپاکستان لومړی وزیر وویل پاکستان نور د پوځی سازوسامان لپاره په امریکا تکیه نه کوی او که چیرې یوه(۱) لاره بنده شی نو پاکستان له نورو هیوادونو وسلې اخلی .
دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل مونږ باور نلرو چې دامریکا او د پاکستان له اړیکو سره د هند اړوندول به په افغانستان کښې مشکل حل کړی ځکه چې مونږ په افغانستان کښې د هند رول نه منو .
هغه وویل حقیقت دا دی له پاکستان سره د افغانستان اکثره سرحدی سیمې د طالبانو په لاس کښې دی او زیاته یې کړه په افغانستان کښې موجود ترهګر په پاکستان کښې ترهګرې حملې کوی نو ځکه خو پاکستان له لویدیځو سرحدونو کښې دیوال جوړوی .
د ویلو ده چې امریکا اوس پاکستان یوازې پریښودی او په جنوبي اسیا کښې یې هغه رول چې پخوا یې اسلام اباد ته ورکړی وو اوس هند ته ورکړی دی .