غـــزل : تاته

ناست وم دګلونو سره شپه وه رانه تېره سوه
ښکلي وه هوا بله ډېوه وه رانه تېره سوه

دغه ځاي مي زړه ته په قطار دردونه راولي
په کلي کي ديارمي جنازه وه رانه تېره سوه

دومره ډېرمي وژړل يو چا چي داکیسه کول
ورکه دي سي ستا مينه غوسه وه رانه تېره سوه

يو وخت مازدېګر لمر په لوېدو په صحرا ووتم
عرش ته قافله دخندا شنه وه رانه تېره سوه

مورکۍ يې دروازې ته راوتلې ده نارې وهي
زوی يې شهيد سوی هدېره وه رانه تېره سوه

نوري مابينځي شخړي مو پرېږدئ پښتنو ګورئ
يو له بله جار سئ زمانه وه رانه تېره سوه

ستړې ستړې ستړې “سبحاني” لاڅومره ستړی يې
پښې دي سوې تڼاکي لاراوږده وه رانه تېره سوه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button