افغانستان په څلور ورځنیو لوبو کې بریا ترلاسه کړه

روغتیا او ورزش
(عزم ټکی اورګ ـ ویس احسان/۲۹تله/۱۳۹۶)
دافغانستان او هانګ کانګ تر منځ په څلور ورځنۍ لوبه کې، افغانستان هانګ کانګ ته په یو اېننګز او ۱۷۳ منډو ماته ور کړه. ټاکل شوې وه، دغه لوبه څلور ورځې دوام وکړي؛ خو افغان کرکټ ملي لوبډلې تېزې لوبې او ښې توپ اچونې دا لوبه دویمې ورځې ته را کمه کړه.

د لوبې پچه هانګ کانګ لوبډلې ګټلې وه او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه، چې په پایله کې افغان توپ اچونکو د لوبې په لومړي اېننګز کې د هانګ کانګ ټول لوبغاړي د ۱۴۲ منډو په جوړولو سره وسوځول او توپ وهنه یې پیل کړه.

افغان لوبډلې تېزه توپوهنه وکړه، د افغانستان لپاره لوبډلمشر اصغز ستانکزي تر ټولو دېرې (۱۲۵) منډې او جاوېد احمدي هم (۱۰۸) منډې جوړې کړې، چې د افغان لوبډلې لپاره یې لوبه ډېره آسانه کړه. په دغه لوبه کې، محمدنبی عیسی خېل ۶۳، احسان جنت هم ۶۳ او رحمت شاه ۵۷ منډې وکړې؛ خو ناصر جمال د ۳۷ منډو په جوړولو سره، نا سوځېدلی پاتې شو. افغانستان د خپلې لوبې په لومړي اېننګز کې ۴۶۵ منډې وکړې او هانګ کانګ ته یې هغوی د دویم انېنګز د لوبولو بلنه ور کړه، چې په پایله کې د هانګ کانګ ټولو لوبغاړو د ۳۹ اورونو په لوبولو سره یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړې او وسوځېدل. په دې سره افغانستان لوبه په یوه اېننګ او ۱۷۳ منډو وګټله.

د توپ اچونې په برخه کې تر ټولو ډېرې وېکټې راشد خان واخیستې او په دوو ورځو کې یې د مقابلې لوبډلې ۷ لوبغاړي له مخې لرې کړل. همدا رنګه دولت ځدران ۵، ظاهر خان هم ۵ او محمدنبی عیسی خېل د مقابل لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول. د دغي لوبي غوره لوبغاړی، راشد خان وټاکل شو، چې د هانګ کانګ ۷ لوبغاړي یې وسوځول. د یادونې وړ ده، چې د دغې لوبې په ګټلو سره، د انټرکانټېننټل کپ سیالیو په لړۍ کې افغانستان تر آیرلنډ مخکې شو او په دغه جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button