داعش له موصله تر ننګرهاره(۱۷برخه)

قاري سعید خوستی

اسلامي دولت لغوه اعلانوي او تر عراقه یې محدودوي.
داعش په تیراه کې
د اسلامي دولت ویاند ابومحمد العدناني په یوه غږیز پیغام کې ټول تنظیمونه او امارتونه، جبهات منحل اوبلل او د اسلامي دولت له مشر ابوبکر البغدادي سره یې په ټولو مسلمانانو بیعت فرض اوباله. دا چې عدناني څوک دی ؟ او خبرې یې څومره له دجل، مکر، دوکې، درواغو ډکې دي؟ په دې به وروسته خبرې وکړو خو د ده دا اعلان بی اثره پاتې نه شو او په افغانستان او پاکستان کې یې هم غبرګونونه ولرل چې په لومړي غبرګون کې ورسره په ننګرهار ولایت کې د عبدالرحیم مسلم دوست په نوم یو کس بیعت وکړ او د بغدادي بیعت ته یې د مجاهدینو په مینځ کې تحرکات پیل کړل، لږه موده وروسته په سیمه کې د امارت له صفه هغه شړل شوي مجرمین چې دوسیې یې اوس هم په مربوطه مراجعو کې پرتې دي له دې کاروان سره یو ځای شول.
د تیراه ایجنسۍ په غرنی سیمه کې حافظ سعید خان چې پخوا د تحریک طالبان سره ؤ د بغدادي سره بیعت اعلان کړ او د بغدادي لخوا نوموړی د خراسان والي او عبدالرؤف خادم (ابوطلحه)د ګوانتامو پخوانی بندي یې نایب وټاکل شو. په جلال اباد کې پخواني حزبیان هم له دې کاروان سره په دې نیت یو ځای شول چې د حزب اسلامي مجاهدین خو دا ۴۰ کاله د خلافت غم اخیستي او په دې لاره کې یې د ډیرو مسلمانانو وینې هم توی کړي نو چې خلافت یې کور ته راغی نو څنګه به ورسره نه یوځای کیږي؟
حافظ سعید د استخباراتي کړیو په امر له تیراه څخه راکوز شو او په دې هدف چې جنګ د افغانستان خاورې ته ولیږدول شي د جلال اباد په جنوبي ولسوالیو کې یې کورونه، مرکزونه جوړ کړل. نفوذ یې ورو ورو پراخیده چې بالاخره یې له سیمې د امارت ټول مجاهدین راوشړل او دهغه خلکو په وژلو یې پیل وکړ چې له امارت سره یې همکاري لرله. امارت په لومړي سر کې د دوی سره مخامخ کیدل نه غوښتل خو وروسته یې د پریکنده بریدونو فیصله وکړه چې په څو ورځو کې یې له هغه ټولو ولسوالیو دوی وشړل چې نیولي یې وی. دا چې دوی په جلال اباد کې څه وکړل او څه کوي په آړه یې څه ویلو ته ضرورت نشته خو چې کله امارت د خلافت رهبری ته خط ولیږه نو عدناني د بوش په لهجه په ډیره ګستاخانه انداز امارت ته ځواب ورکړ .
همدا اوس عبدالرحیم مسلم دوست رسنیو ته له هغه څه پرده پورته کړه چې دوی د جلال اباد پتمن ولس سره ترسره کړي. هغه څه چې مسلم دوست پرې اوس اعتراف کوي موږ پخوا خبرداری ورکړی ؤ، خو دلته بیا هم مسئولیت د بغداد بعثي جنرالانو ته راجع کیږي هغوی غواړي دلته او هلته د اصیلو جهادي خوځښتونو په وړاندې غله او مجرمین راپورته کړي او حقیقي جهاد وننګوي.
د تیراه داعشي مثلث چې د تیراه له هغو چرسیانو چې حتی خپل فرض لمونځونه یې نه دی زده او د پولې له دې غاړې حزبي بانډ چې په تیرو ۱۴ کلونو کې یې د قدرت او پیسې لپاره له هیڅ وقاحت څخه سر ونه غړاوه او هغه مجرمین چې د اسلامي امارت په محاکمو کې یې د وژنو، غلاؤو، تښتونو دوسیې پرتې دي جوړ دی؛ د خلافت په دې دومره موده کې يې د پاکستان په خاوره کې هیڅ د پام وړ برید ترسره نه کړ. دا په داسې حال کې ده چې د پولې بلې غاړې ته بیا په سلګونو خلک د دوی له لوري په رڼا ورځ له کلي کوره تښتول شوي او لا يې هم درک نه دی معلوم، جرم یې دا دی چې د اشغال او صلیب په وړاندې جنګیدونکي مبارز ته یې یا شپه ورکړې یا یې ډوډۍ ورکړې.
هغه زمیني حقایق چې یواځې ړوند ترې سترګې پټولی شي دا دي چې د تیراه داعشي لوبه د هغه چا لخوا پیل شوی چې دا ۳۶ کاله یې د دې ولس سره په غدر، دوکه، دوه مخی تیر کړل او دا ولس د دوی په غدر تر اوسه په اور کې سوځي . آیا هغه څوک باید په بمونو والوزول شي چې ۵۶ کاله یې د لارډمیکالي عبادت کړی او که هغه څوک چې ویښتان یې په توحید او جهاد کې سپین شوي؟
د خلافت زمریان دې د ننګرهار میړنی ولس پریږدي د هیرا منډیۍ غم دې اوخوري .
د خلافت زمریان دې د ننګرهار میړنی ولس پریږدي د آی ایس آی سره دې د خپلو هغه ملګرو حساب تصفیه کړي چې د نوښار په سیند کې ماهیانو اوخوړل.
د خلافت زمریان دې د ننګرهار میړنی ولس پریږدي د آی ایس آی سره دې د خپلو هغه ملګرو حساب تصفیه کړي چې آی ایس آی له زرګونه فوټه بُلندی څخه زمکې ته راخطا کړل او د مرغانو خوراک شول.
د خلافت زمریان دې د ننګرهار میړنی ولس پریږدي، د حفصه جامعې د هغه پتمنو پیغلو غم دې اوخوري چې تر اوسه یې د مرګ او ژوند درک نه دی معلوم.
د تیراه سیمه پریښودل او د ننګرهار مفتوحه سیمې لاندې کول او د عام ولس خلاف د تیراه شریعت نافذول څه معنی؟
مسلم دوست چې رسنیو ته له څه پرده کړې د هغه څه ۱۰۰ برخه هم نه ده چې هلته له مظلوم ولس سره ترسره شوي دي، هلته حتی د تیراه بدماشان له خلکو غواړي چې د خپلو پتمنو پیغلو د واده واک هم دوی ته ورکړي.
له هغه ځایه چې د وحشت، نشه یي توکو،پوډرو، افیمو، وژنو، تښتونو، غلاؤو، لوټماریو، زانګو ده هغه ځای ته چې د علم، معرفت، وقار، شهامت، زانګو ده څنګه اسلام راتلی شي؟
هوکي په دوی کې ځینې داسې خلک ؤ او شته چې د خلافت په جالبو شعارونو غولیدلي، هغوی په رښتیا په زړه کې د خلافت غم لري خو دا ډله ځوانان علم نه لري او نبوي ص سیرت یې نه دی مطالعه کړی چې هغه صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې د خلافت تهداب څنګه ایښۍ ؤ؟
موږ د تیراه او جلال اباد په دواعشو ځکه تبصره کول نه غواړو چې په دې لږه موده کې ولس د دوی کړنې د سر په سترګو ولیدې او هغوی یې په خپله په آړه قضاوت کولی شي. موږ باید د دوی د مرکز او منبعې فکر وڅیړو او وګورو چې آیا دا فکر او عمل له اسلام سره آړخ لګوي او کنه؟
هغه خلافت چې په نبوي منهج وي او د سیرت په کتابونو کې یې ډانچه ښودل شوي، صرف د کتابونو تر پاڼو محدود نه دی بلکې په تیرو ۱۴ سوه کالو کې یې موږ عملي نمونې هم لیدلي او د مثال په ډول یې وړاندې کولی شو. دواعش فکر کوي چې د خلافت ډانچه امت نه ده لیدلې نو هغوی چې د بعثي خلافت کومه نقشه وړاندې کوي اسلامي امت به یې اومني ځکه خلافت د دوی په هاند پخوا تخیل ؤ اوس دوی وجود ته راؤړ.
په تیراه کې د خلافت دعوه داران د اسلامي امارت په وړاندې د یوه سازش په توګه کارول کیږي هغوی ته د استخباراتي کړیو له لورې د مرستې په نوم پیسې راځي چې مسلم دوست پرې اعتراف کوي.

نوربیا……….. ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button