غور: پولیس خواړه له کلیوالو ټولوي

عزم ټکی اورګ ( جمعه ۱۳۹۶ لړم ۵ )

د غور پولیس وایي له دریو میاشتو راهیسې یې اعاشه ورکه ده او معاشونه یې ندي ورکړي هغوی خواړه له خپلو کورونه راوړي او یا له کلیوالو ټولوي.

له بي بي سي سره د غور د مرکز د یوې امنیتي حوزې غړی د نعمت الله په نوم وایي چې په وږي نس امنیت نشی ساتلی.

د ده ترڅنګ یوه بله د امنیه قومندانۍ کارکوونکې د مرضیې په نوم بیا وایي چې دوی له کورونو وچه ډوډی راټولوي خو خلک ورته د ګوګی نه ورکولو ترڅنګ پیغورونه هم ورکوي ورته وایي تاسو پولیس یاست پولیس چا لیدلی چې له خلکو یې ډوډی راټوله کړې وي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانی سرپرست او د امنیت امر سمونوال ثاقب هم بي بي سي ته ویلي چې څو ځله یې مرکز ته خبر ورکړی خو چا یې غږ نده اوریدلی هغه وایي چې زمونږ ټوله اعاشه بنده ده مونږ هګۍ هم نلرو زمونږ په اعاشه کې له سره شودې هګی او میوه وجود نلري مونږ تر مخه په پیسو رانیول اوس پیسې هم راختمې شولې زمونږ سرتیري آن له خپل کوره راوړي او څوک یې هم غږ نه اوري.

د یادونې وړ دی چې دا لومړی ځل ندی چې افغان سرتیري د خوراکي توکو له نشتوالي شکایت کوي بلکې تر مخه هم څو څو وارې د جګړې د لومړی کرښې د سرتیرو شکایات تر رسنیو رسیدلي چې لوړپوړي چارواکي د دوی اعاشه خپله اخلي او دوی ته یوازې وچه ډوډی رسیږي سره له دې چې آن میوه هم د سرتیرو په اعاشه کې شتون لري.

افغانستان په اداري فساد کې یو وخت د نړۍ په سطحه په لومړي سر کې قرار درلودلو، سره له دې چې اوس یو څه په دغه لیست کې کښته راغلی خو بیا هم سرتیري د وچې ډوډی د نه ورکولو شکایات کوي او حکومت په غصب تورنوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: