د غزني مرکز کې دوه امنیتي پوستو سقوط کړی

عزم ټکی اورګ ( شنبه ۱۳۹۶ لړم ۵ )

د غزني ولایت د مرکز د شهباز او قلعه قاضي په سیمه کې د نظم عامه په پوستو باندې وسلوالو بریدونه کړي چې وسلوالو او حکومتي لوريو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړي دي.

د غزني ولایت د رسنیو د دفتر له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې د جګړو خبر ورکول شوی دی او د شهباز د سیمې د جګړې راپور یې هم ورکړی ده.

په دغه خبر پاڼه کې راغلي چې د شهباز په سیمه کې یې شپږ طالبان وژلي او څو تنه نور یې ټپیان کړي دي خو دوی د خپلو نه تنو د نظم عامه پولیسو وژنه او د څو ټپي کیدلو خبر هم ورکوي.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د شهباز او همدارنګه د قلعه قاضي د جګړې خبر ورکوي او وایي د ۲ قومندانانو په ګډون یې ۱۴ پولیس وژلي او دوه پوستې یې نیولي.

مجاهد ویلي چې له سختې جګړې وروسته یې یادو سیمو کې دوه پوستې نیولي او د ( قومندان خلیل او قومندان اختر کندهاري) په ګډون یې څوارلس تنه پولیس وژلي او یو شمیر سپکه او درنه وسله مهمات او نظامي توکي یې لاس ته ورغلي.

د یادونې وړ دی چې څه موده وړاندې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ هم طالبانو نیولې وه او زیاتو امنیتي سرتیریو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه چې ولسوال یې له رسنیو سره په خبرو کې پړه د غزني په ولایتي چارواکو او مرکز باندې د مرستو د نه رسیدګي له امله اچوله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button