ښځې ته د لاس ور وړلو له کبله د برتانیې دفاع وزیر استعفا ورکړه

د برتانیې دفاع وزیر مایکل فالون وروسته له هغه خپله استعفا اعلان کړه چې رسنیو کې دده په اړه یوه راپور کې په ډاګه شوه چې د شپنۍ ډوډۍ مهال یې د یوې خبریالې په ځان لاس وهلی وه.

مایکل فالون اقرار کړی چې دده کړه پخوا زمانه کې ددې لایق نه ول چې دفاع وزارت سره تړلی کس یې باید ولري.

هغه ویلي«اعتراف کوي چې د انګلستان د دفاع وزارت لپاره لکه څرنګه چې باید وي په هغه ډول  وزیر ندی چې له همدې امله استعفا ورکوي.»

مایکل فالون وروسته له هغه استعفا ته اړ شو چې د برتانیې د سن ورځپاڼې د کابینې د ۶ وزیرانو په اړه د جنسي ځورونې خبرونه خپاره کړل.

د راپورونو له مخې، ۲۰۰۲ز کال کې مایکل فالون د یوې خبریالې ورون دوه ځله لمس کړی وه او هغه مهال یې بښنه هم غوښتې وه، خو نن سبا ددې خبرې راتازه کیدلو سره نوموړی اړ شو چې دنده پریږدي.

مایکل فالون خپل اقرار کې وویل« ۱۵ کاله مخکې یوې میلمستیا کې د ویاندې جولیا هارتلي په ورنونو لاس ایښی وو چې سمدلاسه وروسته مې د نوموړې نه  بښنه غوښتې وه.»

د راډیو ویاندې جوليا بیا پدې هکله رسنیو ته وویل چې«دا پیښه په ۲۰۰۲ کال کې رامنځته شوې وه چې له امله يي چا ته  کومه ستونزه نده رامنځته شوې. په هغه وخت کې فالون څو ځله زما په ورنونولاس کیښود چې وروسته مې په ډیر نزاکت ترې ددې کار نه تکرارولو غوښتنه وکړه. خبره همدلته پایته ورسیده»

هیره دې نه وي چې په وروستیو کې د افغانستان دفاع وزارت اړوند چارواکو جنسي رسواییو زور اخیستی دی، او لدې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم جنسي ځورونه هم د خبرونو موضوع وه.

خو تراوسه هیواد کې چا دا جرات ندی کړی چې خپله پړه ومني او یا کم له کمه خپله دنده پریږدي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button