غزنی: هندي الوتکو پر ولسي کورونو بمبار کړی

عزم ټکی اورګ (جمعه-۱۳۹۶-لړم-۱۲)

د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې یو ځل بیا پر ولسي کورونو بمبار شوی سیمئیزو خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي.

بمبار هغو الوتکو کړی چې دولتي ځواکونو ته هندي حکومت ورکړي دي.
بمبار چې ۴ تنه ملکیان یې وژلي او ۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي د ګيرو ولسوالۍ پر پنې او مسلې سيمو شوی.

ځایي سرچینې وایي چې د ځاني زیان ترڅنګ یې خلکو ته زیات مالي تلفات هم اړولي دي او د سیمې زیات کورونه یې نړولي دي.

ګیرو ولسوالۍ د غزني له هغو ولسوالیو څخه ده چې له مرکز سوا ټولې سیمې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او اوس مهال یې هم په ځینو سیمو کې د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او ولسوالۍ له زیاتې مودې راهیسې تر محاصرې لاندې ده.

د یادونې وړ ده چې غزني ولایت په اوس وخت کې د زیاتو امنیتي ستونزو شاهد ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: