برتانیه: ډیورند کرښه رسمي پوله ده

کابل کې د برتانیې سفیر نیکلاس کي د ډیورنډ کرښه رسمي پوله بللې او پاکستان څخه یې تمه کړې چې ترې وراخوا امنیت کلک کړي.

د برتانیې سفیر ویل، چې هېواد یې له پاکستان څخه غواړي چې خپله خاوره کې د وسلوالو د پټنځایونه ړنګ او افغانستان ته د هغوی د تګ مخنیوي وکړي.

“پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د ترهګرو د تګ راتګ په مخنیوي او د دوی د پټنځیو په کمولو سره په ریښتیا په افغانستان کې د تلپاتې سولې په ټینګولو کې مهم رول لوبولی شي. زما په اند افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز وروستي سفر د دې دوو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لپاره هیلې پیدا کړې دي”

«نیکلاس کي» پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د اغزن تار غځولو په اړه وویل، چې اسلام اباد له خپلې خوښې سره سم د پولې د کنټرولولو لپاره د خپلې پرېکړې حق لري.

«نیکلاس کي» وايي، هېواد یې له افغان حکومت سره د مرستو دوام ته ژمن دی او باور لري چې کابل په ولسي او پوځي ادارو کې له فساد سره د مبارزې لپاره د سمون پروګرامونه پیل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: