له چاغوالي د ځان ساتلو اسانه طریقه –

که چېرې غواړئ چې وجود مو چاغ نه شي او وزن مو کنترول شي؛ نو د سهار چای هېڅکله مه پرېږدئ.

څېړنو ثابته کړې چې د سهار چای کې ښه خوراک کول تاسو له چاغښت نه ژغوري.

د امريکا لوما لنډا پوهنتون په خپله څېړنه کې ويلي چې د سهار چای، غرمه کې په منځنۍ کچه خوراک او د شپې له خوا لږ خوراک مو د وزن له کمولو سره ډېره مرسته کوي.

دغې څېړنه کې د اوو کالو له پاره بېلابېل کسان د څېړنې لاندې نيول شوي وو. څېړنه کې زياته شوې چې د سهار چای څښلو سربېره بې وخته خوراک نه کول هم تاسو سره ستاسو د بدن د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

دغه څېړنه چې د نيوټرېشن په نوم ژورنال کې خپره شوې په کې ويل شوي چې د ورځې له درې ځل څخه زيات او بې وخته خوراک د چاغښت لامل کېږي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button