غزل/ طالب الهام

 

درسره یمه په څنګ کې لاس دې راکړه
رانه ورک نشې په جنګ کې لاس دې راکړه

زه یم پیر دحماسو ته مې مرید شه
راولمه دې په ننګ کې لاس دې راکړه

حوصله دې شه پخه مټې دې تاند شه
توره پورته کړه په شرنګ کې لاس دې راکړه

چي راټیټه شې دمینې په یرغل کې
بیادزلفوپه غورځنګ کې لاس دې راکړه

اوس خونکوي مزه دبنګړوشرنګ دې
دغزا درباب ترنګ کې لاس دې راکړه

چې بقاء ولري تل طالب الهامه
بس دمینې په قلنګ کې لاس دې راکړه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button