پکتیکا: د حکومت ولسوال طالبانو ته واووښت

پکتیکا ولایت څخه تازه خبرونه وایي چې د دې ولابت د ګومل ولسوالۍ ولسوال “ظاهر” طالبانو ته اووښتی دی.

د تفصیلاتو ترمخه، طالبانو نوموړی هڅولی وه چې نور د امریکا سرپرستۍ لاندې حکومت څخه ووځي او طالبانو ته واوړي.

په جواب کې ولسوال ظاهر د طالبانو په بلنه قناعت ښکاره کړی وه او خپلو ټولو لاس لاندې امکاناتو سره ور اووښتی دی.

طالبانو ددې پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې “د کابل ادارې لخوا د ګومل ولسوالۍ لپاره ولسوال ظاهر د یارګل زوی د حقائقو په درک کولو سره د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شو.

طالبانو نوموړي ته یو تضمین لیک ورکړی چې هیڅ طالب لدې وروسته حق نلري نوموړي ته لاس ور وړي یا ستونزه ورته جوړه کړي. دغسې لیک طالبان په رسمي ډول هرهغه کس ته ورکوي چې د حکومت دنده پریږدي.

په وروستیو کې د اردو له لیکو د سرتیرو تیښتې، طالبانو ته اووښتلو، نورو ملکونو کې پناه اخیستلو او په کور کیناستلو د حکومت نورو چارواکو کې هم دا ویره زیږولې چې طالبان بیا حکومت ونیسي.

همدا لامل شوی چې اوس د ولسوالانو په کچه خلک طالبانو ته اوړي. په یو لوی شمیر نورو چارواکو تور دی چې بلفعله طالبانو سره سره ددې لپاره اړیکې ساتي چې خپل سر خوندي وساتي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button