غـــــزل

مینه مې کړې دجانانه سره
ځان مې ساتلی دایمانه سره

دسترګواوښکودګرېوان ترساحل
مقابله کړه له طوفانه سره

اغزنې زلفې چې خورې کړي په مخ
بیاګوزاره کړي راته ګرانه سره

چاته ېې حال په خوله ویلی نشم
خپه خپه یمه له ځانه سره

په تاردمینې دې درواوښتلم
راکړه لبان اوس له زبانه سره

چې زوروروسره زورآزمايي
مات به ېې سرشي دسندانه سره

چېرته پړاونیسې طالب الهامه
ځم بدرګه دې دکاروانه سره

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: