د لوړو زده کړو نوماند وزیر عبدالطیف روشان استعفا ورکړه

عزم ټکی اورګ(چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶)

عبدالطیف روشان د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند وزیر له نوماندۍ تېر شو.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې نه غواړي په ټولنیزو شبکو کې د شایعاتو قرباني شي.

روشان یاد وزارت ته له نوماندۍ د تیرطدلو لامل په فیسبوک پاڼه لیکلي:
نوموړی لیکي

«زه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لاندنیو دلایلو له کبله استعفا ورکوم:

۱- نه غواړم په ټولنیزو شبکو کی د شایعاتو قرباني شم.

۲- د خپل علمي شخصیت د ساتنې په خاطر.

۳- د سیاسي ملحوظاتو تحمیلول.»

راتلونکې شنبه«د لیندۍ پر څلورمه» عبدالطیف روشان هم د هغو ۱۱ نوماند وزیرانو په لیست کې چې ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو په موخه ورپېژندل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button