غـــزل

 

هغه دخداي دحقي لاري طالب جان بمبار شو
هغه اذان چي يې کولو هغه ځوان بمبار شو

د دې ماشومو شاګردانو نو بيا څه ګناه وه
چي مدرسه کي یې دعلم ستر ارمان بمبار شو

نن مې زړګي ته دغمونو ناوېلۍ راغلي
داچي په خړه حجره کي مي جانان بمبار شو

دوئ به هم وياړي اوپر دې به انعامونه اخلي
چي دکافر په مشرتوب باندي افغان بمبار شو

ولي دخپل پلار اونېکه تاريخ ته نه ورګورې
نن ستا دلاسه دغه ټول افغانستان بمبار شو

لږ دي دمور او بيا دخپلي خور عزت وګوره
یوه ماښومه جنی وايي زما ورورجان بمبار شو

خير دی که ته دامريکا په تيارو کي ناست يې
موږ به خپل رب ته داسي وايو بیا انسان بمبار شو

ای “سبحاني”حساب کتاب شته ته خو ودرېږه
ورځ دقيامت ده رانېږدې که نن قرآن بمبار شو

سبحاني الماس .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: