عراق کې د امريکا په قونسلګري برید شوی

عزم / د عراق شمالي ښار اربیل کې د امریکا په قونسلګرۍ باندي سرښندونکی برید ترسره شوی .

د نړيوالو خبري سرچينو د معلوماتو له مخې  د عراق په شمال کې د کوردانو سيميزې ادارې په مرکز اربیل ښارانکاو سیمه کې د امريکا قونسګرۍ باندي  د موټر په توسط چاودنه ترسره شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې .

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې  چاودنه ډیره زوروره وه کیدای شي درنه مرګ ژوبله  یې اړولې وي. خبر زیاتوي له برید وروسته د پیښې ځای  ته ګڼ شمېر پولیس او امبولانسونه رسیدلي دي لومړني معلومات ښې چې دوه تنه د قونسګرۍ ساتونکي او دیوه ترکې وګړي په شمول څلورتنه نور عام خلک وژل شوي دي .

د معلوماتو په اساس اوسمهال سیمه د امنیتي چاواکو له لوري کلابنده شوې پولیسو د نورو چاودنو له وېرې د عامو خلکو تګ  راتګ بند کړی او د قونسګري دننه د تلفاتو  په اړه تراوسه دقیق ارقام نه دي په ډاګه شوي

دبرید مسولیت د اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی، د اسلامي دولت ډلې په ټیوټر پاڼه باندي خبر ورکړل شوی چې برید کوونکي کس ددوي ملګری دي ،او اسلامي دولت په پلان کې لري چې دا ډول نورې حملې هم ترسره کړي

سمیع شینواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button