د هیواد په شمال کې د داعش ډلې مهم قومندان نیول شوی

عزم ټکی اورګ (یکشنبه لیندۍ ۵مه ۱۳۹۶ل) د ترلاسه شویو خبرونو لمخې په شمالي ولایت جوزجان کې د داعش ډلې مهم قومندان (شیرزاد انوروف) ژوندي‌ نیول شوي

د جوزجان د والي‌ویاند (محمد رضا غفوري) رسنیو ته ویلي، شیرزاد انوروف ازبکستانی تبع دی او د جوزجان په درزاب او قوش تپه کې یې د داعش ډلې د افرادو قومنداني په غاړه درلوده.

رضا غفوري وایي، نیول شوي‌قومندان په تحقیقاتو کې منلې چې په جوزجان کې یې د داعش د قومندانۍ عهده درلوده او تر دې وړاندې یې په ځلونو پاکستان او ازبکستان ته سفرونه کړي دي.

جوزجان د افغانستان په شمال کې له نا امنو ولایتونو څخه ګڼل کیږي. په یاد ولایت کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ څو ځله جګړې ترسره شوې او د داعش مرکزونه یې لمنځه وړي‌دي.

د چقمه چقور مهمه سیمه چې له تیر یوه کال راهیسې د داعش په ولکه کې وه، تیره میاشت طالبانو ونیوه.

د جوزجان ولایت د درزاب سیمه چې د داعش ډلې د قومندانۍ مرکز ګڼل کیږي د طالبانو،خو د طالبانو د مسلسلو بریدونو له امله یاده ډله اوس په درزاب کې سخته کمزورې شوې،په سیمه کې د طالبانو محلي‌قومندانانو ویلي، پلان لري چې له غور وروسته د درزاب سیمه هم د داعش ډلې له وجوده پاکه کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button