غـــــــزل

شاعر سبحاني الماس

هلته په غره کې مو دمېنې کلېمې ويلې
يوڅو ملګري وو په شوق مو ښائستې ويلې

ماته مې زړه د آينو سره خوشحاله راغی
چي مې جانان راته پر ژبه زمزمې ويلې

هغه دکلي ماشومانو مو په چيغو ويل
ويل بمبار مو شوې دکلي مدرسې . ويلې

داتېره ورځ زه وو اشناي لاس ؤترغاړه روان
لاره اوږده کې مو ها تېري خاطرې ويلې

نن يې ترقبره پوري راوړی هغه دنګ مجاهد
چي يې مدام کړې دصليب سره جګړې. ويلې

ګرانه لاليه خداي دې تاته اذادي نصيب کړي
چې مې رايادسې اوښکي واوړي ترلېمې. ويلې

کله به راسې شهادته “سبحاني الماس” ته
چې هدېره كې يې معلومې سې جنډې.ويلې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button