ننګرهار: طالبانو له داعشیانو ګڼې سيمې نيولي

 

عزم ټکی اورګ(سه شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل)

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې له تیرو دوه ورځو وروسته نن تازه داعشیان له ټولو هغو سیمو بیرته په شا تمبول شوي چې دوی په تیرو دوه ورځو کې نیولې وي.

پرون ورځ هم داعش وسلوال له پتیرۍ او ادوړ سیمو څخه له سخت مقاومت وروسته په شا شوي وو او د شپږ تنو مړي یې هم په سیمه کې پاتې وو.

نن ورځ طالبانو یو ځل بیا بریدونه وکړل چې داعشیان یې شاتګ ته مجبور کړل او هغه ټولې نیولې سیمې یې بیرته ترې ونیولېې.

وروستي راپورونه وايي، چې تېره شپه او نن ورځ طالبانو له د اعش وسلوالو نه پتې خرګی، سور ډاګ، ادوړ او د وزيرو تنګي، ابکو صیب زیارت، تلپکانو غونډۍ،شیخ ګلخان کلا، کاکا کلا او شاوخوا ټولې سيمې نيولي او د لا نور پرمختګ په حال کې دي.

داعش وسلوالو چې کومې سیمې نیولې وې ولسي وګړي د دوی له ویرې کډو ته مجبور شوي وو او کورونه یې له هر څه ډک پریښي وو چې داعشیانو د یو شمیر مخورو او دیني علماء کورونه هم سوځولي وو.

بل پلو د بهارونو له سيمې هم طالبانو پر داعش بريدونه پيل کړي او دمګړۍ تر چپرهار ولسوالۍ رسېدلي دي.

د ننګرهار حکومتي چارواکي هم د دواړو لوریو جګړه تائیدوی خو د تازه نښتو په اړه څه نه وایي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button