د افغانستان او اذربایجان تر منځ پنځه تړونونه لاسلیک شول

عزم ټکی اورګ(جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل)

د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د اسیا زړه اوومه غونډه ترسره شوه، چې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه تړونونه لاسلیک شول.

افغان ولسمشر اشرف غني او د ازربایجان د بهرنیو چارو وزیر ایلمار مامد ریاروف په پنځو برخو کې تړونونه لاسلیک کړل.

۱- د پانګونې د ترویج او متقابل ملاتړ تړون
۲- د امنیت او قانون د تنفیذ تړون
۳- د هوایي خدمتونو د همکارۍ تړون
۴- په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د دوه اړخیزې همکاريو تړون
۵- د لوړو زده کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو تړون.

دغه کانفرانس لومړی ځل په ۲۰۱۲ کې په ترکیه کې او تیر کال د هند په امرتسر ښار کې جوړ شو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې، سوداګرۍ، سیمه‌ییزه اقتصادي همکاري، له پېښو سره د مبارزې او د لوړو زده کړو په برخه کې همکاري یې ټول غړي باید حتمي پلي کړي.

یاده غونډه کې د څلویښتو نه د زیاتو هیوادونو غړو ګډون کړی وو چې افغان ولسمشر، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي یې د افغانستان په نمائندګي ګډونوال ول چې سبا به پای ته ورسېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button