امریکا: افغان ځواکونه بچه‌بازي او طالبان یې مخنیوی کوي

د امریکا د پارلمان یا کانګرس رسمي اخبار ویلي چې افغان پوځ له کلیو بانډو هلکان تښتوي، جنسي تیري پرې کوي خو طالبان یې مخنیوی کوي او ددې په ضد خلک خپلو لیکو ته جلبوي.

د کانګرس رسمي جریدې “دې هیل The hill” ویلي چې د طالبانو د لومړني پاڅون اصلي لامل هم د بچه بازئ مخنیوی او د بچه بازانو مجازات کول وه.

دې هیل «The Hill» د افغان ځواکونو په لیکو کې د بچه‌بازۍ پر ناوړه دود د سیګار د راپور په اړه څیړنه کې لیکي: د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د افغان ځواکونو لیکو کې پر بچه‌بازۍ لګول کېږي په داسې حال کې چې جنسي تجاوز، د امریکا له قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

افغانستان کې د امریکایي لګښتونو د څار ادارې یا سیګار یوه راپور کې ویلي، امریکايي پوځیانو ته مخکې ویل شوي وو چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د بچه‌بازۍ مخنیوی ناشونی کار دی.

ورځپاڼه لیکي: د امریکا قوانین پنټاګون ته په بهر کې له هغو پوځي ځواکونو سره د مالي مرستې اجازه نه‌ورکوي چې بشري حقونو څخه د هغوی د سرغړونو په اړه یقیني شواهد وي، په داسې حال کې چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغان ځواکونو پر سمبالولو او جوړواو څه باندې ۷۰ میلیارده ډالر لګولي دي.

دې هیل لیکي، د امریکا حکومت له پخوا راهیسې پوهېده چې د افغان ځواکونو په قطعو کې بچه‌بازي کېږي او د پوځ او پولیسو ځیني قوماندانان حتی د هلکانو په تښتولو او له هغو په ناوړه جنسي استفاده کې لاس لري.

د مالیه ورکوونکو ډالر په کندهار او کابل کې پر همداسې یوه ناولي کار لګول کېږي.

ورځپاڼه د امریکایي عسکر اروون مک لین «Aaron MacLean» له خولې چې افغانستان کې جنګ کړی لیکي چې وايي، ډېر وخت کېږي چې طالبان په افغان ځواکونو کې د بچه‌بازۍ په اړه راپورونه، خپلو لیکو ته د ځوانانو د جذب د مثال په توګه کاروي.

دغه امریکایي عسکر وايي، یو علت چې ملا محمدعمرمجاهد یې د طالبانو د مشرۍ مقام ته ورساوه همدا و چې هغه د هلکانو د تښتولو او پر هغو جنسي تېري کوونکو سره سخت چلند کاوه.

ورځپاڼه د لیکنې وروستۍ برخه کې شکایت کوي: د امریکا خلک به هېڅکله دا ونه‌زغمي چې د دوی د مالیې له پیسو څخه په هېواد کې دننه د جنسي تېري لپاره کار واخیستل شي، خو بلفعله د امریکا د مالیه ورکوونکو ډالر په کندهار او کابل کې پر همداسې یوه ناولي کار لګول کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button