ناټو د نوي پوځي کیمپ د جوړولو خبر ردکړ

عزم : (پنشنبه ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۶)

د ناټو په چوکاټ کې د چټک غبرګون ادارې هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې ویلي وو چې ناټو په افغانستان کې د نوي پوځي مرکز د جوړولو تابیا کوي او په دې خاطر یې د کراچۍ د سمندر له لاري د ساختمانۍ سامان آلات را انتقال کړي دي.

باید وویل شي چې انګریزي ژبي پاکستانۍ ورځپاڼي ډان را پور ورکړی وو چې امریکايی ځواکونو په پوځي او ساختماني وسایلو بار یوه لویه بیړۍ د سمندر له لاري کراچۍ بندر ته لیږدولی او له هغه ځایه یې افغانستان ته انتقالوي او هلته د شاهین په نوم نوي پوځي آډه جوړوي.

مګر نن په کابل کې د امریکا د پوځ یو قومندان کیپټن ټام ګریس بیک وویل : چې د شاهین په نوم پوځي کیمپ نوي نه ، بلکي له کلونو راهیسي جوړه آډه ده او افغان پوځ ته په واک کې ورکوله شوي.

د ناټو قومندان زیاته کړه چې په همغه پوځي کیمپ د نور پرمختیایی کار په موخه سامان آلات را وړل شوي دي.

د ناټو ویاند وویل : د شاهین په نوم کیمپ د افغانستان په شمال مزارشریف کې جوړ شوی چې د ملي اردو د شاهین 209 قول اردو په نوم یادیږي.

د روان کال د اپریل میاشت کې 10 تنه وسلوال چې د ملي اردو یونیفورم یې په تن وو؛ یاد پوځي مرکز ته په پوځي ګاډو کې ننوتل او خونړی برید یې ترسره کړ. چې ویل کیږي د 300 په شاوخوا کې سرتیري پکي ووژل شول. او 160 نور زخمیان شول .
د برید طالبانو پر غاړه واخیسته او ادعاء یې وکړه چې تر پنځه سوه زیات دولتي سرتیري یې وژلي او ټپیان کړي دي.

تر یادې پیښې دوې میاشتي وروسته د جون په میاشت کې یو افغان سرتیري پرخپلو بهرنیو روزونکو د ټوپک شپیلۍ راواړوله ، 7 امریکايی عسکر یې په داسی حال کې ووژل چې په شاهین قول اردو کې یې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button