طالبان: افغان حکومت او بهرنيان د داعش ملاتړ کوي

عزم (سه شنبه ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۱)

طالبانو ویلي چې دوی ترمخه هم ویلي وو چې د کابل موجوده ادارې له ټیټ رتبه تر لوړپوړو چارواکو پورې ټول په لوړه سطحه په فساد کې ښکیل دي خو د کندهار په غونډه کې اوسنیو او پخوانیو چارواکو حکومتي کسانو او وکیلانو خپله ومنله چې اداري فساد اوس د افرادو له سطحې څخه لوړ شوی او لوړ پوړي چارواکي یې د یوې شبکې په توګه پرمخ بیایي.

طالبانو ویلي چې د کندهار ګډونوالو او د پخواني حکومت چارواکیو او اوسنیو وکیلانو د دوی د خبرو تائید وکړلو او ویې ویل چې دا تر لمر روښانه ده چې په افغانستان کې د داعش په نوم ډلې ټپلې د کابل حکومت او بهرنیانو له لوري اداره کیږي مالي مرستې یې کوي او د دوی له لوري اهداف ورته ټاکل کیږي.

طالبان وایي مونږ یې وینو څو څو ځله مو لیدلي چې بهرنیان او د کابل حکومت د داعش منظم ملاتړ کوي وسلې ورکوي او نظامي توکي ورته د جګړې په مهال رسوي.

دوی وایي چې څو اونۍ وړاندې داعشي وسلوالو د طالبانو په سیمو بریدونه وکړل حکومت یې سیل کولو چې طالبانو کله داعش وسلوال له سیمې په شاکړل او تیښتې ته یې اړ کړل حکومت او بهرنیانو په طالبانو د ځمکې او هوا له لارې بریدونه پیل کړل او مجبور یې کړل چې د داعش له تعقیب راوګرزي او خپلې سیمې وساتي.

طالبانو ویلي په څو څو واره د داعش وسلوالو مرستې ته د بهرنیانو طیارې ولسي خلکو په سیمه کې په سترګو ویلي.

دوی وایي مونږ ته د داعش ختمول د څو اونیو مسئله ده خو د بهرنیانو او کابل ادارې مرستې دي چې تر اوسه یې دوی ته د اوسیدلو وخت ورکړی.

طالبان وایي مونږ په نړیوالو او ملګرو ملتونو غږ کوو چې په افغانستان کې په میشتو بهرنیانو زور راوړي چې د داعش له ملاتړ لاس واخلي او له افغانستان دوی هم پښې سپکې کړي.

دوی وایي دلته نظام جوړول زمونږ حق دی او زمونږ حق نړیوال غصبوي باید زمونږ هیواد کې افغان ولس ته د حکومت جوړولو واک ورکړي او دوی زمونږ هیواد پریږدي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button