خوست اسماعیل خیلو کې قومندان زین الله وژل شوی

عزم (جمعه ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۴)
خوست اسماعیل خیلو کې د قومندان زین الله په نوم د ضربتي قطعې قومندان په یو برید کې وژل شوی.
قومندان زین الله هغه مهال و وژل شو چې د اسماعیل خیلو ولسوالۍ د دوسرکه په سیمه کې د تیریدو پر مهال له برید سره مخ شو.
قومندان زین الله په خپل موټر کې وو چې موټرسایکل سپرو وسلوالو برید پرې وکړلو.
له زین الله سره په موټر کې د نورو کسانو په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي خو نوموړی لومړی ټپي وو چې وروسته یې په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
زین الله تر مخه په سپیره ولسوالۍ او نورو سیمو کې په مختلفو دندو پاته شوی وو چې دا مهال اسماعیل خیلو ولسوالۍ کې د امریکایانو لپاره د معلوماتو راټولولو دنده یې درلودله.
طالبانو یا بلې کومې وسلوالې ډلې تر اوسه د زین الله په اړه څه ندي ویلي خو ځایي سرچینې وایي چې زین الله د طالبانو په برید کې وژل شوی.