په یونان کې د اردوغان د ترور ناکامه هڅه شوې
عزم (دوشنبه ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۷)
سپوتنیک خبري اژانس د مختلفو منابعو په حواله خبر ورکوي چې په یونان کې د اردوغان د ترور ناکامه هڅه شوې وه.
سپوتنیک لیکي چې یو شمیر وسلوالو هڅه کړې وه چې د نارنجک آر پي جي او نورو اسلحو په مټ اردوغان ترور کړي خو ونتوانیدل او په خپل پلان کې ناکام شوي.
دغه اژانس لیکي چې د ترور په پیښه کې دخیلو کسانو اردوغان د “لړم” په نوم یادولو او دوی د خپل برید لپاره درې ډلې ټاکلې وې چې دوه ډلې له ښي او چپ لوري دریمه ډله به له وروستي طرف نه پرې برید کوي.
د یونان امنیتي ځواکونو د دغې ډلې د اسلحې د پیداکولو پلټنې روانې کړي خو ویل کیږي چې دوی د برید لپاره تیاره شوې اسلحه د یونان د آتن ښار د پارنیتا د غرونو په څنډو کې خښه کړې ده.
ویل کیږي چې د برید کوونکو له ډلې یو کس د حسن بایبر په نوم چې د ترکیې خلق تروریستي ګوند غړی وو نیول شوی کوم چې د ۲۰۱۳ کال په برید کې د ترکیې په انقره ښار کې د عدالت او پراختیا ګوند په دفتر ترسره شوی وو ښکیل وو.