«اسلامي دولت »ترخپلي واکمنۍ لاندي سیموکې دمېشتو مسیحیانو په اړه ویډيو نشر کړه

داسلامي دولت اړوند الفرقان سټوډیو داسلامي دولت ترواکمنۍ لاندي سیمو کې دمسیحیانو دژوند په اړه د«حتی تأتیهم البینة»تر عنوان لاندي ویډيو نشر کړې ده

په ویډيو کې د اسلامي دولت تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د مېشتو مسیحیانو د ژوند اود هغو مسیحیانو دوژني ترڅنګ چې د «جزیې» ورکولو څخه یې انکار کړی په موصل ښار کې دځينو کلیساګانو دنړولو صحني هم پکې راوړل شوي دي
دویډيو نطاق وايي چې د«اسلامي دولت» مسؤلین ترخپلي واکمنۍ لاندي سیمو کې میشتو مسیحانو ته لومړی داسلام دعوت ورکوي که دعوت ونه مني بیا جزیه ترې غواړي او که جزیه هم نه ور کوي بیا جګړه وسره کوي

نوموړی دموصل دمسیحیانو په اړه وایي چې نه یې داسلام دعوت قبول کړ او نه یې جزیه قبوله کړه نوځکه خو یې ترې ۳۰ تنه ووژل شول

د ويډیو په پای کې ۳۰ مسحیان د منځنۍ لیبیا (فرزان )او شمالي ختیځ لیبیا (برقه) ولایتونو کې وژلو صحنې هم ښودل شوي دي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button