هلمند: قومندان اسدالله نوري ووژل شو

هلمند ولایت څخه تازه خبرونه وایي چې طالبانو سره مخامخ نښته کې د چټک غبرګون یو قومندان وژل شوی دی.

د تفصیلاتو له مخې، دوهم څارن اسدالله«پوپل» د هلمند ولایت د ۴سرحدی لوا د چټک غبرګون د لومړي ټولي قوماندان د مارجه ولسوالی په عملیاتو کي ددولت د مخالفینو له خوا مخامخ نښته کې ووژل شو.

د یاد پوځی افسر شناخته ملګري د نوموړي په مرګ دردیدلي او وایي چې نوموړی یو تکړه سرتیری او د هلمند ولایت زیاتره جنګونو کې برخمن وه.

افغانستان کې د امریکا نوې تکلارې سره سم، د افغان ځواکونو لخوا په طالبانو بریدونه زیات شوي، خو طالبان وایي چې د ټرمپ پالیسي به ماتې سره مخ کوي، همدا دی چې د دوی کلک مقاومت له کبله زرګونه عسکر وژل شوی دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button