عیسائیت په افغانستان کي (15)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
رولا غنی حجاب نه مني:
(جمعه، لړم ۹مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني (په فرانسه کې پر حجاب لګېدلی بندیز ستایلی او دا يې پر ځای عمل بللی.
رولا غني په دې دلیل چې په حجاب کې ښځې ړندې ښکاري پر نقاب بندیز ستایلی دی. نوموړې د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چي نوموړې د ښځو د حقوقو لپاره کار کوي. او زیاتوي:
ټولې هغه ځوانې نجونې چې علوم زده کوي، حجابونه چې د ښوونځۍ څخه دوی وباسي، باید ويې غورځوي
رولا غني فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې د حجاب پر ضد د فرانسې قانون په تصویبېدو او عملي کېدو د فرانسې د حکومت سره موافقه ده ځکه حجاب ښځې له دې منع کوي چې ازادې وګرځي او هر څه وګوري.
«حجاب د ړندو سره مشابهت لري، زه د فرانسې د حکومت ددغه اقدام ملاتړ کوم».
http://www.dailymail.co.uk/news/article-2815920/France-s-niqab-ban-PRAISED-Afghanistan-s-new-Lady-begins-campaigning-women-s-rights-country.html#ixzz3HmqmgNp1
وافغانستان ته تر راتګ مخکي رولاغنی ویلي وه چي زما لومړنی خدمت به د صلیب خدمت وي.
چي همداسی وشول، او اوس تر بل هر وخت عیسائیت په مستۍ سره کي روان دی، داځکه دې وکابل ته تر راتګ مخکي رولا ویلي وه چي ما د۱۰ کلونو راهیسي د افغانستان په ۷ ولایتونو کي د صلیب خدمت کړیدئ.
چي د صلیب خدمت دادی چي و افغاني مرتدینو ته به یې زمینه مساعده کړه، روپۍ به یې ورکړې ، په وظیفوبه یې و ګمارل او داسی نور…
رولا غني رجم نه مني:
رولا غني په امریکا کي په یوه سفر کي وویل: که چيري یو واده شوی کس له یوې واده شوي ښځې سره زنا وکړي دا په قرآن کي نشته چي رجم شي او ووژل شي.
د تعجب خبره ده چي رولاغني چي یوه مسیحۍ ده او بیا موږ ته زموږ قرآن را ښیي.
رولا غنی د صهیونیتسي امپراطورۍ لپاره د مسیحیت تبلیغ کوي
Rula Ghani: Preaching for Christianity, Israel and Empire
د ښځو د ازادۍ په نامه سره یو څو امریکايي ښځینه ډلو او یهودي ګروپونه سره یوځای شویدي، چي په دې ګروپونو کي صهیونیستي ګروپ (Neocons) هم شامل دی، چي ددوی غټه موخه داده چي اسلام ته خنډونه جوړ کړي په ځانګړي ډول سره عیسائیت خپور کړي، چي یوه د هغو یهودي ګروپونو څخه د جمهوریس اشرف غنی میرمن لورا غنی ده، پلار یې مارونایټ عیسایي او مور یې یهودۍ ده، او مشر ورور یې کمونیستی دی.
په دې لیکنه کي د لورا غنی او اشرف غنی په هکله هر څه پکښې دي.
لورا غنی افغانې میرمنې مرتدوي:
رولا غنی وايي:
عیسایت قبلول کوم جرم نه دی، زه عیسایي یم او زما مور یهودۍ ده، زه په دې باور یمه چي افغانې مېرمنې د فشار له کبله اسلام قبول کړیدئ، او که چيری و دوی ته عیسائیت ښکاره شي نو تر نیمایي زیاتې افغان میرمنې به عیسائیت قبول کړي، ما د لسو کلونو راهیسی په غیر مستقیم ډول سره د عیسائیت خدمت د افغانستان په مرکز کابل او په شمال کي کړیدی، داچي زه و ارګ ته راغلمه ضرور به دا خدمت پراخوم، په ”, New York Times, October 14, 2014) کي مولوی حبیب الله حسام هم ویلي وه چي رولا غنی او ددې مربوط ټول کسان عیسایت خپروي.
Rula Ghani: Preaching for Christianity, Israel and Empire
تاسی کولای شی چي همدغه پورتنۍ لیکنه په لاندي لنک کي هم وګوری:
http://www.pashtunforums.com/political-talk-/42694-rula-ghani-convert-afghan-women-christianity.html

داچي ولي ځیني کسان دا پټوي چي رولا عیسايي ده؟ له دې څخه موخه داده چي هر هغه څه چي رولا غني وایي و هغو ته قانونیت ورکړي، بلکې هغه عیسايي ده او عیسايي به وي.
نور بیا…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button