که سوله ونه شي؟

لیکوال: خواشحال درانی

د امریکا د یرغل په لومړیو وختونو کې په ټول افغانستان کې تقریباً دوه کاله خیر خیرت وو. امریکا او ملګرو یې فکر کاوه، چې طالبان سره وپاشل شول او بیا به سخته وي چې سره یو ځای شي.

امریکا، ناټو، آیساف او افغان دولت  دا فکر نه کاوو، چې پاشل شوي طالبان به بیا سره يوځای او زموږ پر وړاندې به کوم سر خوږی پیدا کړي.

په ۲۰۰۳ ز کال کې د افغانستان په جنوب کې د جنګونو لړۍ پېل شوه، چې ډیر ژر یې لمن د هېواد بېلا بېلو برخو ته وغځېده او اوس یې لمن آن د افغانستان شمال ته هم پراخه شوه.

د طالبانو چریکي جنګونه په اوس وخت کې پرته د څو ولایتونو نور د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د زیاتو ولایتونو ولسوالۍ یې هم په خپله ولکه کې دي، يواځې د ولسوالۍ ودانۍ دولت ته پاتې دي.

په هغه ولایتونو کې د طالبانو پیدا کېدل، چې بیخي یې فکر هم نه کېده، اوس په هماغه سیمو کې  ځینې ولسوالۍ یې تر ګواښ لاندې دي.

تېره اونۍ په ولسي جرګه کې د فاریاب یو استازي وویل، چې د فاریاب ۱۶ ولسوالۍ د سقوط سره مخ دي او که دولت ورته پام ونه کړي، نو دغه ټول ولایت به د دولت له ولکې ووځي او وسله وال طالبان به پرې واکمن شي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې دولتي چارواکو او رسنیو په افغانستان کې داعش ته ښه تود کمپاین وکړ او په افغانستان کې یې د داعش د پیداکېدو څخه ویره وښودله.

دولتي چارواکو فکر کاوو، چې د داعش په ډنډوره به طالبان وډار شي او یا به طالبان او داعش په خپلو منځو کې سره واوړي او موږ به یې په ارامه  د جنګ ننداره کوو.

په رسنیو کې تل داسې خبرونه خپرېدل، چې په پلانۍ سېمه کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته شوې او طالبانو ته یې درنه مرګ ــ ژوبله اړولې ده.

بیا ښه موده وړاندې  دولتي چارواکو هم د داعش شتون په افغانستان کې رد کړ او په دې پوه شول، چې داعش راتګ افغانستان کې طالبانو ته سرخوږی نه، بلکې دولت ته به سرخوږی جوړ کړي.

د جلال اباد پېښه او داعش

په تېرو څو میاشتو کې د داعش د شتون دا لومړۍ پېښه په جلال اباد کې وشوه او دپاکستاني  طالبانو شړل شوي غړي شاهدالله شاهد یې پړه پر غاړه واخېسته.(والله اعلم)

داعش لومړۍ پېښه په داسې ځای کې وکړه، چې وژل شوي او ټپیان شوي ټول ملکي وګړي دي او دغه پېښه  د بېلا بېلو لورو له خوا وغند ل شوه.

د امریکايي لیکوال جیمزکاهل لیکل شوي کتاب( بلک واټر) کې د امریکا د استخباراتو دداسې ډېرو پېښو څخه پرده پورته شوې، چې د امریکايي استخباراتو لخوا شوې او پړه یې د رسنیو په زور په نورو اچول شوې ده.

د جلال اباد پېښه هم تراوسه داعش په رسمي ډول په غاړه نه ده اخېستې او په ټولنیزو شبکو کې یې پړه یقيني کېدای هم نه شي، ځکه په ټولنیزو شبکو کې هر څوک د هر چا په نامه اکونټونه جوړلی شي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه پېښه ردکړه او د ملکي وګړو وژنه یې په کلکه  وغندله او دولت  یې هم پړه په داعش واچوله.

امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه اوس د وتلو لاره ځانته ګوري، خو د وتلو مخکې به په افغانستان کې داسې حالات جوړکړي، لکه په عراق کې یې چې جوړ کړل.

په عراق کې مخکي سني، شیعه او کردي ټولو په ګډه ژوند کاوه. ترمنځ یې هېڅ خبره نه وه او د یوبل ترمنځ یې خپلوي هم کوله، خو د امریکا راتګ ارام او سوله ییز عراق په داسې جنجال کې ګیرکړ، چې اوس یې تجزیې ته لاره هواره شوې ده.

استعمارګر تل هڅه کوي، چې په کوم هېواد کې ماتې وخوري، هغه خلک په خپل منځونو کې په قوم، ژبه، سمت او مذهب سره وویشي او ددوی بل کړی اور څو کاله لمبې وکړي او دوی ته ماتې ورکوونکي پکې وسوځيږي.

د انګریزانو دا خبره ډیره  مشهور ده چې ( تفرقه واچوه، حکومت کوه) په عراق او افغانستان کې یې هم همدغه لوبه پېل کړې او هڅه کوي چې دغه ګډ ملتونه  سره وویشي.

که سوله ونشي؟

اشرف غني د کمپاین په وخت کې دغه خبره ډېره کوله، چې د سولې راوستلو له پاره د ځان قربانۍ ته هم چمتو دی او په هر قیمت چې کېږي، په افغانستان کې به سوله راولي.

خو د ګډحکومت په جوړېدو یې په دویمه ورځ د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او د طالبانو دغه خبره یې له پامه وغورځوله، چې د یوه بهرني یرغلګر په شتون کې د افغان حکومت سره خبرې نه کوي.

اشرف غني سعودي، چین او پاکستان ته سفرونه وکړل اوپه ښکاره يې افغان ولس ته ښودله چې دی سوله غواړي، خو وسله وال طالبان ورسره سوله نه کوي.

په تېرو څو میاشتو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې رسنیو په ډېر ګرم ډول سره خپرې کړې، ولې طالبانو په وار ـــ وار د افغان دولت سره خبرې رد کړې.

د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره باید افغانان په خپلو منځونو کې  سره کیني او د افغانستان مسله د افغانانو ترمنځ حل کړي، ځکه که چېرې داعش افغانستان ته راغی، نو د افغانستان مسله نوره هم پیچلي کېږي، چې بیا به یې د حل (کیلي) نه له افغان دولت او نه هم وسله والو طالبانو سره وي.

داعش په عراق او سوریه کې عام وژنې وکړې او په افغانستان کې به هم په داسې ځایونو کې عام وژنې وکړي، چې د افغانستان تېر ۱۳کلن ناورین بل پړاو ته واوړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button