فلسطین له پاکستان خپل سفیر ورغوښتی

عزم (یکشنبه ۱۳۹۶ مرغومی ۱۰)

فلسطین له پاکستان خپل سفیر ولید ابو علي وروسته له هغه خپل هیواد ته وروغوښتلو چې پاکستان کې یې د جماعة الدعوة مشر حافظ سعید سره له بیت المقدس نه د دفاع په اړه مظاهره کې ګډون کړی وو.

د فلسطین په سفیر باندې د نوي ډهلي له لوري تور لګول شوی وو چې د ترهګرې ډلې مشر سره یې په مظاهره کې ګډون کړی دی.

د جماعة الدعوة مشر حافظ سعید په ممبی کې د بریدونو عامل بلل کیږي او د امریکا له لوري پرې بندیز لګیدلی او دغه جماعت یې د ترهګرو په لیست کې داخل کړی.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد د سفیر ګډون یوه تیروتنه بللې او له هند نه یې مننه کړې چې د دوی په ګټه یې د ملګرو ملتونو په غونډه کې رایه وکاروله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button