ملي لوبډلې لپاره نوی مشر روزونکی وټاکل شو.

روغتیا او ورزش

نن د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې یوې رسمي غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې فېل سایمېنس د کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکل شوی.

ښاغلی سایمېنس به د ۲۰۱۸ جنوري په ۸مه دوبی کې چې د ملي لوبډلې لوبغاړي به د راتلونکو لوبو لپاره پر تمریناتو پوخت وي یو ځای شي.

افغانستان د پخوانی مشر روزونکی لالچند راجپوت تر گوښه کېدو وروسته مشر روزونکی نه درلود او ملي لوبډلې له اوږدې مودې څخه د رییس احمدزی تر څارنې لاندې لوبې کولې.

له ښاغلی سایمېنس سره راتلونکی نړیوال جام پورې چې ۲۰۱۹ کې به ترسره شي تړون لاسلیک شوی.

ښاغلی فېل سایمېنس یو له دریو کاندیدانو څخه و چې د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري شارټ لېست شوي ول او تېرو میاشتو کې ورسره مرکې شوې وې.

ښاغلی ساسمېنس له دې وړاندې د ایرلینډ او وېسټ انډیز د ملي لوبډلو مشر روزونکی پاتې شوی او دغه برخه کې ځانگړې لاسته راوړنې او تجربه لري.

نوموړی ۲۰۱۷ کې هم د وېسټ انډیز په خلاف لوبو کې د لنډې مودې لپاره د ملي لوبډلې مشاور ټاکل شوی و او ملي لوبډلې لوبغاړو او د لوبې بڼې سره اشنايي لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر د ښاغلی سایمېنس ټاکنې اړوند وویل: «موږ فېل سایمېنس د دې لپاره انتخاب کړ چې زموږ لوبډلې سره بلدتیا لري. نوموړی د وېسټ انډیز او زمبابوي ملي لوبډلو مشر روزونکی هم پاتې شوی او دا هغه لوبډلې دي چې افغانستان نړیوال جام ته لار موندنې پړاو کې ورسره لوبې لري.»

د زمبابوي په وړاندې ټاکل کېدونکې لوبډله به د جنوري په میاشت د دوبی په شارجه کې د زمبابوي په وړاندې یوې ورځنیو او شل اوریزو سیالیو ته تیاری په موخه تمرینات پیل کړي او ښاغلې فېل سایمېنس به هم د جنوري په اتمه له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

افغانستان له زمبابوي سره دوه شل اوریزې او پنځه یوې ورځنۍ لوبې لري چې د ۲۰۱۸ د فبروري په ۵مه پیل او د همدې میاشت په ۱۹مه به پای ته ورسېږي.

زمبابوي په وړاندې لوبو څخه وروسته د ۲۰۱۸ په مارچ کې به ملي لوبډله د نړیوال جام لپاره لار موندنې سیالۍ ترسره کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button