ترکیه : ولسمشر اردغان د بایسکل ځغلولوسیالې کې برخه واخیسته

عزم / د ترکې ولسمشر ښاغلي رجب طیب اردوغان استانبول کې د بایسکل ځغلولو سیالي د پرانیستلو په مهال خپل په بایسکل سپور او برخه واخېسته .

د اردغان لپاره ځانګړی بایسکل جوړ شوي چې پخپل يي ځغاسته ورکړه .

د نړیوالو خبري رسنیو د خبر په اساس په دغه سیالۍ کې اردوغان سره یوځاي د ترکې د روغتیا وزير محمد مؤن اوغلواو د سپورټ وزیر عاکف چاغتان هم ګډون کړی وه .

اردغان  په دغو مراسمو کې د يوې لنډې خبري ناسته  کې وویل دغه یوه عنعنوي لوبه ده چې هرکال پسرلی کې ترسره کيږي .

اردوغان روښانه کړه چې دغه د ولسمشرۍ بایسکل ځغلولو سیالي به د الانیا ښارکې په راتلونکې هفته کې پیل شي او د می په ۳ نېټه پای ته ورسیږي .

حماس افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button