کابل: ۳۴ حکومتي دفاتر دارالامان ته لېږدول کیږي
ولسمشر اعلان وکړ چې پام کې ده د ٣۴ دولتي ادارو دفترونه د کابل دارالامان سيمې ته ولېږدول شي.
نن په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا غونډې ته وینا کې محمد اشرف غني دا خبرې وکړې.
ولسمشر ددې کار لامل وښود او وویل: دا کار کولاى شي په کابل کې د ګڼه ګوڼې اندازه کمه کړي.
د ارګ اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر غني په دې غونډه کې وويل، د کابل اوسېدونکو د ټرافيکي ستونزو د حل لپاره یې د ځينو عملي پروګرامونو غوښتنه کړې ده.