د استاذ او شاګرد خپلمنځي حقوق د قران او حديث په رڼا کې

ليکوال : عبدالغفور خليلي

تعليم يوه وسيله ده ، او مقصد يې شخصيت جوړونه او تربيه دى ، علم يو څراغ دى ، انسان خپل عملي منزل ته رسوي ، له همدې امله ښوونه او روزنه پېغمبري لار ده ، استاذ او شاګرد د ښوونيز نظام دوه ډير اهم عنصر دي ، د استاذ ذمه واري يوازې ښوونه نه ده ، بلکې له ښوونې سره سره روزنه هم د استاذ دنده ده ، الله تعالى د خپل خوږ پېغمبر په اړه فرمايي : وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 129]
هغو ته كتاب او حكمت ور زده کوي او د هغو ژوند سوتره کوي. ته د لوي قدرت او حكمت څښتن یې.
له همدې امله استاذۍ يو ډيره مهمه او پاکه دنده ده ، د همدې اهميت او تقدس په پام کې نيولو سره ، د استاذ او شاګرد دواړو په خپل ځاى جلا جلا ذمه وارياني دي ، د هغوى سرته رسول پر دواړو لازمه ده ، که چيرې دا ذمه وارياني په ښه طريقه سرته ورسيږي ، نو بيا ښوونه بې له شکه د پرمختګ ضامن دى ، د کاميابۍ او نيکبختۍ لار ده ،
په دې سلسله کې يو څه حقوق استاذ ته متوجه کيږي او ځينې شاګرد ته ، چې تفصيل يې دا دى ،
پر شاګرد د استاذ حقوق :
له ټولو مخکې مهمه خبره دا ده ، چې شاګرد د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا فرمان په پام کې ونيسي ، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : لَیْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ یَرْحَمْ صَغِیرَنَا وَلَمْ یُوَقِّرْ کَبِیرَنَا ، هغه څوک له مونږ څخه نه دى ، څوک چې زمونږ پر کشرانو شفقت و نه کړي ، او زمونږ د لويانو درناوى و نه کړي ،
له همدې کبله په شاګرد لازمه ده ، چې د خپل استاذ درناوى وکړي ، د هغه له وړې بې ادبۍ څخه هم ځان وساتي ، استاذ د معلم او مربي له حيثيته د پلار پر ځاى وي ، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : إنَّمَا أَنَا لَکُمْ بِمَنْزِلَةِ الْوَالِدِ،أُعَلِّمُکُم زه ستاسو لپاره د پلار پر ځاى يم ، تاسو ته تعليم در کوم ،
شاګرد بايد د روحاني پلار تکريم او تعظيم وکړي ، له استاذ سره په آمرانه انداز خبري کولو څخه ډډه وکړي ، د هغه پر وړاندې په ادب او احترام سره کيني ، اواز دي نه لوړوي ، شاګرد بايد ځان له کبر او لويوالي څخه لري وساتي ، په خپل ځان کې عاجزي او انکساري پيدا کړي ، امير المٶمنين عمر بن خطاب رضى الله عنه فرمايي : تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ، وَتَعَلَّمُوا لَهُ السَّکِینَةَ وَالْوَقَارَ، وَتَوَاضَعُوا لِمَنْ تَتَعَلَّمُونَ مِنْهُ وَلِمَنْ تُعَلِّمُونَه، وَلاَ تَکُونُوا جَبَابِرَة َالْعُلَمَاءِ
علم حاصل کړئ ، د دې لپاره سکينت او قار هم زده کړئ ، له چا چې علم زده کوئ او چا ته يې چې ورښيئ ، له هغوى سره تواضع او عاجزي اختيار کړئ ، جبر کوونکي علماء مه جوړيږئ ،
د استاذ سره د ادب او احترام يوه ښه واقعه د عبدالله بن عباس رضى الله عنه ده ، کومه چې امام ابن عبدالبر په خپل کتاب ( جامع بيان العلم و فضله ) کې ذکر کړې ده ، هغه ليکي چې يوه ورځ زيد بن ثابت رضى الله عنه کوم چې د قران حافظ او د کتاب الله او سنتو ډير لوى عالم وو ، يوه جنازه ورکړه ، د تګ لپاره يوه سوارلي راوستل شوه ، تر څوپه هغه سپور شي ، عبدالله ابن عباس مخکې راغى او د آس لګام يې ونيوو ، زيد بن ثابت رضى الله عنه ورته وويل : د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تره زويه ! ته داسې مکوه ، ابن عباس رضى الله عنه ورته وفرمايل : هٰكَذَا یُفْعَلُ بِالْعُلَمَاء وَالْکُبَرَاء ، هيڅ کله نه زه به خامخا دا لګام نيسم ، ځکه د علماء او لويانو حق دا دى ، چې د هغوى سره همداسې سلوک وشي ،
د استاذ مقام او مرتبه څه ده ؟ دا له امام شعبى رحمةالله عليه نه وپوښتئ ، هغه وايي : کُلُّ مَنْ سَمِعْتُ مِنْهُ حَدِیثًا، فَأَنَا لَه عَبْد له چا چې ما يو حديث اورېدلى دى ، هغه زما بادار او زه يې غلام يم ،
لهذا کله چې شاګرد د استاذ ډير احترام کوي ، هله ورته د علم دولت ور په برخه کيږي ، که چيرې شاګرد نافرمان او بې ادبه وي ، نو له علم څخه به بې برخي وي ،
يوه شاعر څه ښه ويلي دي ،
إِنَّ الْمعَلِّمَ وَالطَّبِیبَ کِلَاهُمَا لَا یَنْصَحَانِ إِذَا هُمَا لَمْ یُکْرَمَا
فَاصْبِرْ لِدَائِكَ إنْ أهَنْتَ طَبِیْبَه وَاصْبِرْلِجَهْلِك إنْ جَفَوْتَ مُعَلِّمَا
د معلم او طبيب چې کله عزت او درناوى ونشي ، هغه ښېګڼه نه کوي ، ناروغ که د طبيب توهين وکړ ، نو هغه دي په خپله ناروغى صبر وکړي ، او که شاګرد له خپل استاذ سره ناوړه چنلد وکړ ، هغه به هميشه جاهل پاتي شي ،
د شاګرد دا هم ذمه واري ده چې تل درس ته حاضر اووسي ، له ناسوبتيا سره يې په درس او استعداد کې کمي راځي ، نتيجه به يې دا وي ، چې خلک به استاذ ته ګوته نسي ، او هغه به ګرم بولي ، لهذا استاذ له الزام څخه ساتل هم د استاذ له حقونو څخه دى ، له حاضري پرته په ټولګي کې په توجه سره کيناستل ، او په غور او فکر سره سبق اورېدل د شاګرد تر ټولو لويه ذمه واري ده ، له دې پرته د شاګرد پر استاذ دا حق دى ، که په کوم درس پوهه نشي ، پوښتنه دي وکړي ، رسول اللہﷺ فرمايلي دي( فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِّيِ السُّؤَال )
د ناپوهۍ علاج پوښتنه ده ،
شاګرد بايد خپل استاذ د عام انسانانو غوندي وګڼي ، کيداى شي کومه تېروتنه ورڅخه وشي ، د هغه سخته رويه دې برداشت کړي ، او د نه شتون په صورت کې دي بدي نه بيانوي ، پر عيبونو دې پرده واچوي ، او ښېګڼې دې بيان کړي ، د درس په دوان کې بېځايه او بې فايدې پوښتنه مه کوئ ، دا مو د وخت ضايعه کيدو لامل کيږي ،
دا هم ياد وساتئ ، چې په تېروتنه د استاذ خواشيني کيدل يوه فطري خبره ده ، لهذا شاګرد دي د استاذ سختي او غوسه نه محسوسوي ، بلکې دا فکر دي وکړي ، چې زما په تېروتنه د استاذ خفګان په خپله زما لپاره ګټور دى ،

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button