تاته وایم!!!

د ادب ګلبڼ

صفي الله “رائد”
کله دې د بل پر ځای دخپل ځان په باب فکر کړی؟ او یا کله د نورو پر وړاندې په خپلو کړنو فکر وړی یې؟!
که ځواب مو هو! وي، ویلی شې چې ددوی پر وړاندې مو څه ډول چلند دی ؟!!!

نه غواړم؛ حساب در سره وکړم خو! ایا زما پر ځای له ځان سره پخپله دغه حساب کولای شې؟؛ چې دچم او څنګ خلکو سره دې توپیري چلند څه ډول دی؟!!

ایا د شپې د ویده کېدو پر مهال دې کله هم له ځان څخه دتېرې کړې ورځې حال غوښتی؟ “چې څه یې وکړل..؟ د چم وګړو سره بد ډېر.. او که ښـــه یې وکړل!!!

تاته وایم!!!
کله دې پخپل کور کې د پخلي او نورو خوړو پوښتنه کړې؟!
پخلی خو پرېږده! د تن په کالیو دې کله فکر کړی چې څنګه او له کومه راغلل؟!!
په حلالو پیسو او که نه، خدای مه کړه په حرامو راغلل؟!!

هو! که دې پورتنې پوښتنې له خپل ځان څخه کړې او مثبتې ځواب کړې وي، بیا نو ښه ده او که خدای مه کړه داسې نه وي؛ بیانو هغه بل مه چېړه!!!
هغه نو بیا پرېږده!!!
ښایي هغه تر تا پاک زړی او پاک خوری وي. ښایي ترتا هغه ډېر ښاغلی وي.

اې! هغه وخت تک تور پسې شــه چې ته پخپله تک سپین واوسې.
چې خپل دَرک دې نه وي کړی تر هغې بل پسې مه ګرځه!!!
داچې پردي لټوې، لومړی دخپل ځان په لټه کې شه!!!
چې ځان دې وموند پوه شه چې بیا جهان هم موندلی شې.

تاته وایم!!!
کله دې له خپل زړګي نه پوښتي؛ چې چا اوچا سره مینه کوي، چا څخه نفرت؟!!
ایا د نفرت لامل دې هم ترې پوښتی او کنه؟!!!
(چاسره دې بغض دی؟ چاسره محبت؟ چا سره دې مینه ده او چا څخه نفرت؟؟؟)

اې! په دې هکله دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث ته څومره عملي جامه وراغوستې

“الحب في الله والبغض في الله ”

څومره باوري یې چې دواړه دې دالله تعالی جل جلاله لپاره دي؟ او که باوري یې چې هو!
دا هرڅه “مینه، محبت، ټول ژوند او زندګي مې خاص د یو الله لپاره ده، بیا نو ښه ده، ګنې
د نورو خلکو عیبونه پرېږده! خپل عیبونه ولټو.

دناکامه خلکو په څېر مه کېږه!!!
چې تل دخپل پرځای دبل عیبونه ګوري.
ته داسې مه کوه!!!
د بل کینې ته ګوته مه نیســه! هو! دبل سینې ته ګوته مه نیســه!!!
لومړی خپل ټټر کې سر ښکته، خپله سینه وسپړه، بیا دبل د سینې او کینې کيسې کوه.
تر هغې د بل پر ځای خپله کیسه کې شه! خپل وجود ته خپله آینه کې شـــه، وګوره! څومره نیمګړی یې!!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button