کندز چهاردره کې ۱۱ بهرني او کورني عسکر وژل شوي

عزم (چهارشنبه ۱۳۹۶ مرغومی ۲۷)

طالبان وایي چې کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ کې یې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو عملیاتي قوې ته مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له تیرو دریو ورځو راهیسې د بهرنیو او کورنیو عسکرو عملیاتي قوه د د چهاردرې ولسوالۍ د نهر صوفي سیمې ته راغلې وه چې له اولې ورځې راهیسې له مقاومت سره مخ ده او تر اوسه یې کوم پرمختګ نده کړی.

مجاهد ویلي چې له بیګاه ماخوستن راهیسې د هوایي ځواک تر څنګ امریکایي ځواکونو د افغان ځواکونو سره یو ځای د ځمکې له لارې هم په جګړه کې برخه واخیستله چې د نن ورځې په جګړه کې یې ۵ تنه بهرنيانو تر څنګ ۶ تنه کورني عسکر هم وژلي دي.

نوموړي ویلي چې د دغې جګړې ترڅنګ یې تیره شپه کې د کندز مرکز تیلوکه سیمه کې هم د افغان ځواکونو په قرارګاه کې ۲۰ تنه سرتیري وژلي دي.

د کندز د جګړو راپورونه داسې وخت کې رسنیز کیږي چې د مرکزي بغلان سیمو کې هم جګړو زور اخیستی او تیره ورځ د کندز بغلان لویه لار هم د وسلوالو له لوري تړل شوې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button