د با احساسه محصل عزت الله اکرام لنډه پېژندنه

راټولونکی: محمدخان  ساحل

عزت الله اکرام د امیر محمد زوی د عبدالولي لمسی د وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د قولک د کلي اوسیدونکی، چې په ۱۳۷۰ هـ ل کال کې یې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

اکرام صیب ډیر ځیرک و چې له ماشومتوب څخه د هوښیارۍ نښې پکې څرګندېدلې، ابتدائي زده کړې یې د جومات له ملا امام څخه ترسره کړې او بیا د عصري زده کړو لپاره ۱۳۷۷ هـ ل کال کې د خپلې سیمې په ښوونځي کې داخل شو.

نوموړی د نېکو اخلاقو خاوند، د ملګرو خادم، د مور او پلار احترام، صله رحمي، د مشرانو احترام او کشرانو باندې شفقت یې ځانګړي خویونه وو، د خپلو همزولو سره یې خورا ډیره مینه درلوده، ځکه خو یې د ټولو ملګرو په زړونو کې ځانګړی ځای درلود.

د ابتدائيه او ثانوي زده کړو څخه وروسته یې د کانکور لپاره اماده ګي ونیوله، چې بالآخره په ۱۳۹۰ هـ ل کال کې د ننګرهار اسلامي پوهنتون د عربي ادبیاتو پوهنځي ته په لوړو نمبرو کامیاب شو، د خپلو درسونو تر څنګ یې  نویو محصلینو ته د لارښوونو په ترڅ کې  ډیرې هلې ځلې کولې؛ ترڅو چې نوي محصلین بې لارې نه شي یوازې او یوازې خپل اهداف وپيژني، او په راتلونکی کې خپل مسوؤلیت درک کړي.

رښتیا هم چې د اکرام صیب مبارزه مؤثره تمامه شوه، زیات شمېر محصلین یې خپلو درسونو ته متوجه کړل، د بېکاره ملګرو له ملګرتیا څخه یې وژغورل، چې بالآخره د ننګرهار په پوهنتون کې يې د محصلینو د روزنې لپاره د هفته وارو حلقو لړۍ نوره هم ګړندۍ کړه، د قرآن کریم، تفسیر او احادیثو درسونه به یې د محصلینو د علمي سویې لوړولو لپاره برابرول د دې ټولو مسؤلیتونو سره سره دوه کاله پرله پسې د اسلامي امارت لخوا د پوهنتون په سطحه د محصلینو خادم هم پاتې شوی و.

اکرام صیب نه یوازې په تعلیمي ډګر کې پرمختللی و، بلکې د امریکائي یرغلګرو سرسخته دښمن هم و، چې څلور کاله د داخلي دښمنانو لخوا د خپلې کورنۍ څخه لرې یې د هجرت شپې او ورځې تېرولې د اوړي رخصتۍ پر مهال به د خپلې سیمې له مجاهدینو سره د امریکائي یرغلګرو پر وړاندې وسلواله مبارزه هم کوله.

د یادونې وړ ده چې عزت الله اکرام د ننګرهار پوهنتون د هغو بااحساسه محصلینو له ډلې څخه و چې همیش به یې د امریکائي یرغلګرو له لوري اسلامي شعائرو ته د سپکاوي په وړاندې توند غبرګون ښوده، وخت پر وخت به یې لاریونونه ترسره کول، چې بالآخره د ملي امنیت له لوري د ۳۷ محصلینو په شمول د زندان تورو تیارو ته واچول شول او مکمل یو کال یې زندان کې تېر کړ.

کله چې عزت الله اکرام د زولنو خوند وڅاکه، نو ایماني جذبه یې نوره هم تازه شوه، له جهاد سره مینه او د امریکائي یرغلګرو پر وړاندې یې کرکه نوره هم زیاته شوه، کله چې په ۱۳۹۶ هـ ل کال د جوزا په میاشت کې له پوهنتون څخه فارغ شو نو دا ځل یې ټول عمر د الله د رضا لپاره وقف کړ.

عزت الله اکرام د شهادت سره ځانګړې مینه درلوده، د خپلې مینې په لار کې یې هر اړخیز مشکلات په ورین تندي ګالل، چې یو هم له دغه مشکلاتو څخه یوه میاشت وړاندې داعش له هغه سیمې څخه هجرت کولو ته اړ کړ همغه و چې د ننګرهار ولایت خوګیانو ولسوالۍ ادوړ سیمه کې د مجاهدینو سره یو ځای شو، بالآخره د روان لمریز کال ۱۳۹۶ د جدی میاشتې په ۱۴ مه نېټه د پنجشنبې په شپه یې کوژدن وشوه او د همدې میاشتې په ۲۱ نېټه د پنجشنبې په شپه ورباندې د امریکايي یرغلګرو له لوري چاپه ووهل شوه، د څو نورو ملګرو په ګډون یې په خورا بې رحمۍ سره په شهادت ورساوه.

انا لله وانا اليه راجعون.

روح دې یې ښاد او یاد دې یې تل وي!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button