زابل: د پولیسو پر یوه ګزمه برید شوی

د زابل ولایت په مرکز کلات کې د پولیسو پر یوه ګزمه برید شوی دی.

د زابل امنیتي چارواکي وایي چې نن دوشنبه مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د مرکز کلات د حاجي اظغر کلي په ساحه کې د پولیسو پر یوې ګزمې وسله والو طالبانو برید کړی دی.

د زابل د امنیې قوماندانۍ یوې سرچینې ویلي چې تر برید وروسته د څو دقیقو لپاره  نښته هم رامنځته شوې خو تلفات نه لري.

د زابل د ولایت مقام چارواکي هم وایي چې یو شمېر وسله وال په څلورو موټرسایکلونو سپاره د مرکز کلات د حاجي اظغر کلي ته راغلي وو چې د پولیسو له ګزمې سره مخ شوي او ترڅو دقیقو نښتې وروسته له سیمې تللي دي.

د چارواکو په خبره په دې نښته کې هیڅ لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تراوسه ددې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نصیراحمد حقمل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button