ننګرهار: د ماشومانو په دفتر ډله ایز برید روان دی

عزم (چهارشنبه ۴ سلواغه ۱۳۹۶ ل)

نن سهار ۹ بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ماشومانو په دفتر ډله ئیز برید شوی چې تر اوسه روان دی.

ویل شوي چې برید لومړی په موټربم چاودنې پیل شو وروسته بریدکوونکي ساختمان ته ننوتلي او ډزې یې شروع کړي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګياڼي ویلي چې د دریمې ناحیې په مربوطاتو کې د سویډن هیواد د ماشومانو د حمایت د دفتر په مخکې لومړی چاودنه وشوه وشوه او وروسته نور بریدګر دفتر ته ننوتل.

خوګیاڼي ویلي سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي چې دا مهال له بریدکوونکو سره په نښته کې ښکیل دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا له لوري د پیښې د زخمیانو د وروړلو خبر ورکړل شوی،
ویل شوي چې تر اوسه ۱۵ تنه ټپیان وروړل شوي چې زیاتره یې سرسري ټپیان او بیرته رخصت شوي دي.

د پیښې په سیمه کې د ننګرهار ولایت د ښځو د چارو ریاست، د ښځو د امن کور هم شتون لري چې سرسرکي زیانونه ورته اوښتي.

طالبانو د پیښې مسئولیت نده منلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وضاحت لیک لیږلئ چې یاد برید دوی پورې اړه نلري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: