فراه: د پشتکوه ولسوالۍ د امنیت مدیر وژل شوی

عزم (چهارشنبه ۴ سلواغه ۱۳۹۶ ل)

د فراه ولایت د ځایي سرچینو له قوله د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ د امنیت مدیر د وسلوالو په یو برید کې وژل شوی.

د فراه ولایت د ولایتي شوری غړې شهلا ابوبکر ویلي چې نن سهار د فراه مرکز ښار ته څیرمه د وسلوالو له لوري په یو برید کې وژل شوی.

نوموړې وایي چې د پشت کوه د امنیت مدیر ولایت ته پر لار وو چې د وسلوالو له لوري هدف وګرزیدلو.

د فراه د والي معاون هم د یادې پیښې د تائید ترڅنګ ویلي چې هغه مرکز ته پر لار وو چې د وسلوالو تر برید لاندې راغلو.

طالب وسلوالو د نوموړي د وژنو مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې د پشت کوه د امنیت مدیر یې له دوه ساتونکو سره وژلی.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د فراه ولایت امنیه قومندان هم د وسلوالو د خښ کړل شوي ماین له امله وژل شوی وو.

د فراه ولایت امنیتي حالت د دغه ولایت د ولایتي شوری د غړیو او ولسي وګړو له لوري اندیښمن ښودل شوی او ویل شوي چې ولایت له څو لوریو محاصره ده او هره ورځ لس تر پنځلسو پولیس په جګړو کې وژل کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button