بي بي سي: طالبان د افغانستان په اویا فیصده خاوره څرګند او فعال حضور لري

عزم (۱۱ سلواغه ۱۳۹۶)

بي بي سي وایي چې د دوی په یوه څیړنه کې دا څرګنده شوې چې طالبان د افغانستان په ۷۰ فیصده خاوره څرګند فعالیت او حضور لري.

بي بي سي وایي چې د دوی دغو څیړنو څو میاشتې اخیستي او دا یې معلومه کړې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته له کومه چې بهرنیان له جګړئیز ډګر په شاشوي طالبانو د هیواد زیاتو سیمو ته د واک لمن غزولې، افغان حکومت بیا دا شمیرنه نه مني.

که څه هم امریکا ملیاردونه ډالر د طالبانو د ماتولو لپاره مصرف کړي خو طالبان د ماتیدو پر ځای لا نور پیاوړي شوي.

دغه څیړنه د اګست له ۲۳ د سپتمبر تر ۲۱ پورې د افغانستان هرې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت د کموالي انځور وړاندې کوي.

دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان په ټولو ۳۹۹ ولسوالیو کې له ۱۲۰۰ څخه زیاتو سرچینو نه یې معلومات ترلاسه کړي چې وروسته یې د هرې پیښې پوښتنه له ۲ تر ۶ سرچینو سره شریکه کړې چې د ټولو له لوري تائید شوې.

دغه څیړنې ځینې یې د موبایل له لارې ځینې یې مخامخ او ځینې د مرکو له لارې ترسره شوي چې ځینو سیمو کې بیا د کرایي موټرو په اډو کې له موټروانانو هم د لرې پرتو سیمو پوښتنې شوي.

دغو پایلو کې راغلي چې ۱۵۰۰۰۰۰ پنځلس ملیونه خلک په داسې سیمو کې پراته دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او یا طالبان پکې په ښکاره ګرزي او منظم بریدونه ترسره کوي.

دغه راپور کې راغلي چې دا مهال طالبان په ۱۴ ولسوالیو بشپړ واک لري چې د هیواد څلور سلنه جوړوي او په ۲۶۳ ولسوالیو کې چې ۶۶ سلنه کیږي فعال او څرګند حضور لري چې د طالبانو د ځواک له مهال دغه شمیره لوړه ده.

د بي بي سي راپور کې ویل شوي چې په دغو سیمو کې طالبان زیاته مالیه هم تر لاسه کوي چې د دوی اقتصاد یې پیاوړی کړی خو حکومت او نړیوال بیا ځینې ملکونه د طالبانو په مرسته تورنوي چې طالبانو تل دغه تورونه رد کړي.

د بي بي سي دغه راپور داسې مهال نشریږي چې د امریکا دفاع وزارت تیره ورځ پر سیګار ادارې د طالبانو د واک د سیمو او افغان فوځ د وژل شویو شمیره او د جنایتونو په اړه باید اسناد خپاره نکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: