د توحيد ملت – قاري سعيد

تا دغره اړخ کې لګولې ده نښان هنداره
غلیم دې وُلي په زړګي کې دایمان هنداره

چې دحالاتو رُخ بدل کړي نشته هاغه زلمي
چې له چارګام آس نه یې ویشته په کمان هنداره

نن خو مسلم ځان په کافره آیینه کې ګوري
بایده خو داچې دمسلم وي مسلمان هنداره

دهغو وینو ته خو وګورئ لږ شرم وکړئ
دومره چې ډير وو وو آسمان یې دکاروان هنداره

اې دتوحید ملته خدایګو څو قلم لرمه
تل دسعید شعر به وي ستا د آرمان هنداره

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button