د عطاء له چېلنج نه وروسته د غني و سياف بېړنی ملاقات/ طنز

لیکنه: رحمت الله نړیوال
اشرف غني: ددې وړ یې چې سړی دي د کابل ښار کې د جمعې له لمانځه وروسته د مرکزي جامعې مخي ته اعدام کړي.
سياف: ولې خیر څه پېښه ده؟
غني: زه تا ته دومره امتیازات د څه لپاره درکوم؟
سياف: کله دي را کول؟ ښه فرض یې کړه تاسو ماته امتیازات را کوی نو اوس څه وشوه؟
غني: مالَ ته به موږ ته لمونځ را ښيې،سورتونه به را ښيې؛ اوس ستا له لاسه په جګو سترګو نه شو کتلای.
سياف: ولې ولې؟ نن څه ناپړیتې کوې،خیر خو دی څه پېښه ده؟ لږ مې خبر کړه.
غني: ولې دا عطاء لنډغر نه وینې؟ وایي: که اشرف غني (ألم تر کیف) سم راته ولوست زه خپله دنده پرېږدم.
سياف : څه وایې ددې زوی مړې بیا ودېته څه پام شو،لکه چې ستا د هغې بلې ورځي وینا یې اورېدلې ده.
غني: کومه وینا؟
سياف: هغه تا چې ویل (سولٌ خیرٌ) د (والصلح خیر) پر ځای.
غني: ته هغه مه ښوروه؛ زه وایم ستا ما ته کومه ګټه را رسېدلې ده، دغه لس سورتونه دي لا نه کړو را زده.
سياف: زه ولاکه دومره خلاص یم،زه تا ته چیشي در زده کړم؟
غني: بل مې هر څه زده دي ته یواځي دغه (ألم تر کیف) را زده کړه،تر څو له دې چېلنجه خلاص شم.
سياف: ښه نو زه خو به (ألم تر کیف) در زده کړم؛ که عطاء سبا ته (اللهم انا) در نه وپوښته،یا یې د جنازې لمونځ درنه وپوښتی او یا یې پوښتنه در نه وکړه چې حضرت حسین رض څوک دی؟ ته به څه ځواب ورکوې؟
غني: نی ولاکه د هغه به دېته نه شي پام؟
سياف: هغه دای بلا دی ته به وا منطق و فلسفه یې ټوله ویلي ده، ګلبدین ته یې هغه خبره څومره ژر وریاده کړه، ویل تا ویل زه به د نبي أمتي نه یم، که کابل ته راغلم تر څو خارجان نه وي وتلي.
غني: هو په کوران، نو بیا یې چاره څه ده؟
سياف: چاره یې دا ده په دې خبرو هسې سر مه ګرځوه، خپلې مزې و چرچې را کوه، غربي مېلمانه رانه خپه نه شي،عطاء متا هېڅ مشکل نه لري،خپل مخسد ته متوجې شه.
غني: سمه ده له نیکې مشورې مو مننه کوم، هوکې زموږ مقصد خو غربي مېلمانه خوشالول دي،(ألم تر کیف) دې نو عطاء وایي.
سياف: مخ ته مو ښه پر غریبانو دې سپارم.
غني: ستاسو یې هم په مخه ښه.

د خیالونو نړۍ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button