ارزګان: بمباریو کې د ۵ طالبانو د وژلو دعوه وشوه

(عزم: یکشنبه/۱۳۹۶/۱۱/۲۲) د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي ادعا کوي، چې مرکز ترینکوټ کې پرون شنبه د امریکایي ځواکو هوایي بریدونو ۵ وسله وال وژلي او ۴ نور ټپیان کړي دي.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوي عمري نن یکشنبه رسنیو ته ویل چې بهرنیو ځواکو دغه هوايي بریدونه د ترینکوټ خانکه نومي سیمه کې کړي دي.

طالبانو پدې اړه تر اوسه څه ندی ویلي، خو پرون یوه جلا پیښه کې هلمند ولایت کې طالبانو ۱۶ سنګوریان وژلي ول.

طالبانو یوه خبرياڼه کې پرون وویل چې غرمه ‍۱۲ بجې د ګرشک ولسوالۍ مرکزته څیرمه د سنګوري اربکیانو یو مرکز کې ۳تنه نفوذي سنګوریانو چې د طالبانو کسان ول په خپلو سنګوری انډیوالانو برید وکړ.

امنیتي سرچینو رسنیو ته منلې چې دې برید کې د قومندان په شمول ۱۶ سنګوریان وژل شوي دی.

دغو چارواکو د نوم نه اخیستو په شرط منلې چې بریدګرو وروسته د پوستې ټول تجهیزات طالبانو ته وړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button