د ذهن کلا

عرفان الله عرفاني

د زړه برجونه مې درد ولړځول
ټول دېوالونه مې درد ولړځول

په تزلزُل مې شوه د ذهن کلا
د عشق بامونه مې درد ولړځول

دانه، دانه مې شوه د خیال هنداره
رنګین خیالونه مې درد ولړځول

مات شو فانوس ډيوه له غمه مړه شوه
خواږه خوبونه مې درد ولړځول

پرې مې د هیلو د کېږدۍ مراندې شوې
ډېر ارمانونه مې درد ولړځول

پر کتابچه رانه قلم ولوېده
نازک لاسونه مې درد ولړځول

پرما مېلمه شوله د درد قافله

زاړه دردونه مې درد ولړځول

(عرفاني) ماتې د غزل ستنې شوې
مست غزلونه مې درد ولړځول

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button