فراه: د امریکایي پوځیانو د مرګ ژوبلې شمیره ۱۴ ته وختله

(عزم: چارشنبه/۲/۱۲/۱۳۹۶) نن د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ګډو ځواکونو پراخ پوځي عملیات پیل کړي چې د طالبانو توند غبرګون سره مخ شوي دي.

د بالابلوک ولسوالۍ ګراني او ګنج آباد سیمو څخه عینی شاهدانو ویلي چې ګډ ځواکونه د طالبانو متقابلو بریدونو لاندې راغلي او تراوسه کم له کمه ۵ تنه امریکایي عسکر وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

له سیمې څخه د نوم نه اخیستو په شرط امنیتي مسولینو ویلي چې کورنیو عسکرو هم د سر لوی زیان ګاللی خو دقیق شمیر یې ندی ښودلی.

دغو چارواکو ویل چې افغان عسکر ځکه زیات وژل شوي چې له امریکایانو مخکې روان وي او لومړئ کرښې ته ځي.

وسلوالو طالبانو هم ددې نښتو پخلی کړی او وایي چې جنګ په شدت سره مخته ځي.

همداراز، پرون طالبانو د فراه هوایي ډګر يوځي سیمه توغندوییز برید لاندې نیولې وه او ۷ امریکایان یې وژلي او ۲ چورلکې زیانمنې کړې وې.

تیر ژمی طالبان نزدې ول چې د فراه ښار ونیسي، خو متقابلو امنیتي عملیاتو دواړو لوریو ته د سر او مال لوی زیان اړولی دی.

طالبانو یوه اونۍ مخکې د حکومت لخوا د مختګونو دعوې وننګولې او چیلینج یې ورکړ چې امریکایان یا حکومت دې د داسې یوې سبمې نوم وښیي چې بیرته یې له طالبانو نیولې وي.

د امریکا دفاع وزارت ۳ ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په طالبانو د سختو بمباریو او چاپو باوجود حکومت ندی توانیدلی چې خپله واکمني پراخه کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button