جوزجان کې د دوستم یو قومندان طالبانو وژلی

عزم (چهارشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۶)

د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، چې د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د طالبانو په یو کمین کې د جنرال دوستم نږدې قومندان وژل شوی.

د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد ویلي چې طالبانو د یو کمین په ترڅ کې قومندان عبدالجلیل د باشیکود په دښته کې د هغه له موټر چلوونکي سره یوځای وژلی.

فقیرمحمد جوزجاني ویلي چې نوموړی په ګزمه بوخت وو چې دوسلوالو په کمین کې ولویدلو موټر یې سوځولی او وسله یې ترې وړې.

طالبانو د پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې تېره ورځ ماسپښین مهال د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ کې یې د اربکیو یو قومندان چې د جنرال د دوستم له نږدې کسانو څخه وو وژلی ده.

مجاهد ویلي چې د عبدالجلیل سره په نښته کې دوی ته هیڅ کوم زیان نده اوښتی خو ویلي یې دي چې د عبدالجلیل ۳ ساتونکي د جګړې له ډګره ترې تښتیدلي دي.

د ملېشو قومندان عبدالجلیل وواژه؛ خو درې ساتونکي یې په تېښته بریالي شول.

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په جوزجان ولایت کې خپلسرې ملیشې جوړې کړي چې وخت ناوخت یې سیمئیز وګړي له غلا او وژنو پرده پورته کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button