جوزجان: وسله والو قومندان عمر او ۳ کارمندان ترور کړل

(عزم: چارشنبه/۹/حوت/۱۳۹۶) پرون ماسپښین جوزجان ولایت کې وسله والو بریدګرو د ملي امنیت یو قومندان او درې کارمندان ترور کړل.

د تفصیلاتو له مخې،پرون ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په تبي سیمه کې دملي امنیت قومندان «عمر» د وسله والو کسان برید لاندې راغی.

د خبر له مخې، د بیرد پایله کې نوموړي قومندان او درې ساتونکي کارمندان یې مړه شول او بریدګر په تیښته بریالي شول.

طالبانو ددې برید پړه منلې او زیاتوي چې دې نښته کې ددوی وسله والو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button