د جنید بغدادي رحمه الله طواف او د یوې پیغلي انجلۍ عشق

احمد جنید مبارز

لیکنه تر پایه ولولئ او هغه دوستان مو منشن کړئ چي غواړي باید د الله تعالی محبت کوونکي جوړ سي او یا لیکنه تر هغو ورسوئ.

جنید بغدادي رحمه الله وایي : په مکه مکرمه کي وم، نیمه شپه ده او ډېر یخ دی، په دې نیت را پورته سوم چي نن به طواف تکلیف ونه لري او ممکن طواف کي به نن رش کم وي؛ ځکه یخ دی او نیمه شپه ده یو طواف به پر بیت الله وکړم.

جنید وایي : چي راغلم د بیت الله په طواف کي رش کم دی او ډېر لږ انسانان پر بیت الله باندي طواف کوي.

یو خو یخ دی بل بیا شپه هم ده نو زما و څنګ ته یوه ځوانه پېغله نجلۍ ده، هغې خپل ورېښتان او جسم مکمل په پرده او حجاب کي پېچلی دی او زما په څنګ کي روانه ده د خپله ځانه سره ګډه ده او وایي :
یا الله ! ما خو پر خپل زړه باندي ډېر صبر راویستئ او یا الله جل جلاله! ما ډېر انکارونه وکړه، او یا الله جل جلاله ! ما خپل زړه ډېر صبر کړئ، لیکن ستا د مُحبت خېمې زما پر زړه باندي ولاړي دي چي نن ستا د محبت د خېمو تناوونه زما د زړه څخه نه پورته کیږي.

په دې وجه زما زړه ډېر بې قابو دئ نه قراریږي او زما زړه ډېر بې قراره دئ.

په دا ډول خبري کوي، د لېونیانو په شکل روانه ده او د لېونیانو په شکل ګډي وډي خبري کوي؛ جنید وایي نو ور باندي ږغ مي کړل، اې ښځي/پېغلي ! دا طواف دی، د بیت الله طواف دی په دې کي انسان ستا په څېر خبري نه کوي.

نو دغه پېغلي ښځي چي کله ماته وکتل، نو یې وخندل او وایي : اې جنیده ! (زه دې ته حیران سوم چي زما نوم چا ور ښوولی دی؟!) وروسته وایي :
اې جنیده ! د چا طواف کوې؟
ما بیت الله ته لاس ونیوئ ماویل: د بیت الله طواف کوم.
نو هغې پېغلي و اسمان ته وکتل او چیغه یې کړه وایي : یا الله! د څنګه لېونیانو په دنیا کي دي پيدا کړم؟! یا الله! په څنګه زمانه کي دي پيدا کړم؟! ستا ذات پرېږدي او ستا عشق پرېږدي او ستا محبت پرېږدي، د یو ډبري پر شاوخوا باندي د لېونیانو په شکل راځغلي او د ډبري طوافونه کوي، ځکه بیت الله د کاڼو او ډبرو څخه جوړه ده.

جنید وایي، ماورته وویل : زه لږ خطاوتم ما ته ونه پېژندلې!
نو دې راته وویل : اې جنیده! طواف څه دی؟! طواف د الله تعالی هغه عشق دی چي د الله تعالی په محبت کي د خپل محبوب په کوڅو کي سرګردانه ګرځېدل دي لکه یو عاشق چي د خپل معشوق په کوڅو کي سرګردانه ځغلي، نو دغه طواف دی.

او راته وایي: اې جنید بغدادي ! چي کوم چا د الله تعالی ذات وپېژندئ هغه ځان خپل مقصد ته رسولای سي او چي کوم چا د الله تعالی د ذات بغیر بیت الله ته طوافونه کول، نو هغوی خپله زندګي ضایع کړه، هغوی خپل ژوند ضایع کړ، هغه دي پر خپله زندګي او پر خپل ژوند باندي ډېر افسوسونه او ارمانونه وکړي.
ماخذ: “منتخب واقعات ومشاهدات صـ۱۲۰”

مطلب مي دا دی چي د الله تعالی په محبت کي انسان باید داسي مرتبه خپله کړي چي بیا د الله تعالی د ذاته بغیر د انسان په نظر نور هیڅ نه راځي، نو دا انسان بیا حقیقت د الله تعالی حقیقي عاشق وي او د الله جل جلاله په عشق کي به کله ناکله ژړا کوي.
یو انسان چي د الله جل جلاله په عشق کي د الله په محبت کي د الله په شوق کي د الله تعالی و ذات ته ژاړي، ددې کس لپاره به په جنت المأوا/ی کي ځای وي.!

اې الله جل جلاله ! ستا په عشق، محبت، مینه کي مو مستغرق، لیوني، سرګردانه کړه د دنیا د هر ډول میني، عشق، محبت څخه مو په امان کړه.امین.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button